فوټبال: د ۲۰۱۶م کال اروپایي جام لوبې په کومو لوبغالو کې کیږي
فرانسې د فوټبال ۲۰۱۶م کال اروپایي جام لوبو له پاره یو شمیر پخوانۍ لوبغالي رغولي او ځينې یې نوي جوړې کړي دي. د هغو لسو ستدیمونو انځورونه دلته کتلائ شئ چې دغه سیالۍ پکښې ترسره کیږي.
د فرانسې ستدیوم
د فرانسې په نوم ستدیوم (Stade de France) د پلازمینې پاریس په سن دني سیمه کې پروت دی او د فرانسې د فوټبال د ملي لوبډلې د کور په توگه هم انگیرل کیږي. دا لوبغالې په ۱۹۹۸م کال کې پرانیستل شوې او څه باندې ۸۰ زره نندارچیان پکښې ځایږي. د سږني اروپایي جام سیالیو پای لوبه یا فاینل به په همدې میدان کې ترسره شي. دې لوبغالې ترمیم ته اړتیا نه لرله.
پارک د پرنس لوبغالې
د فوټبال مشهور کلب سن ژرماین خپلمنځې لوبې په پارک د پرنس لوبغالي کې ترسره کوي. دا میدان د ۲۰۱۶م کال د سیالیو د کوربه توب له پاره پراخ کړل شوی او اوس د ۴۵ زرو نندارچیانو له پاره ځای لري.
د نیس لوبغالې
د نیس لوبغالې د فرانسې په جنوبي ساحل کې پروت دی او د چاپیریال ساتنې سره د سازګار تخنیک له امله شهرت لري. د دې میدان د انرژۍ یوه برخه اړتیا د سولر یا لمریزي بریښنا څخه پوره کیږي. دا میدان په ۲۰۰۳ کال کې پراخ کړل شو او اوس د فوټبال د ۳۵ زور مینه والو د ځایولو وړتیا لري.
د ولودروم لوبغالې
د ولودروم لوبغالې په لومړي ځل په ۱۹۳۸م کال کې افتتاح شو. د مارسې اولمپک مشهور ټیم کورنۍ لوبې په دې میدان کې ترسره کیږي. دا میدان چې د ۶۸ زرو کسانو د ناستې ځای لري، د ۲۰۱۶ کال اروپایي جام لوبو له پاره رغول شوی.
لیون لوبغالې
د لیون میدان له هغو ستدیومونو څخه دی چې په بشپړه توګه رغول شوی او په پام کې ده چې د ۲۰۱۶م کال اروپایي جام لوبې پکښې ترسره شي. د لیون میدان د ۲۰۱۶م کال په جنورۍ میاشت کې پراخ کړل شو. د دې په رغولو ۴۸۰ ملیون یورو لګښت راغلی او اوس د ۵۹ زره کسانو له پاره ځای لري. د المپیک لیون کلب په دې میدان کې خپلې سیمه ییزې لوبې ترسره کوي.
بوردو ستدیوم
دا میدان د فرانسې له هغو ستدیمونو څخه دی چې نوی جوړ شوی دی. پر جوړیدو یې ۱۸۴ میلیونه نور لگښت راغلی او شا او خوا ۴۲ زره تنه پکښې ځایږي.
د مونیسیپال لوبغالې
د مونیسیپال پخوانی ستدیوم چې په تولوز ښار کې دی، په ۱۹۳۸ کال کې جوړ شوی وو. دا ستدیوم د ایف سي تولوز د سیمه ییزو لوبو مرکز دی. د تولوز میدان چې د ویمبلې د لوبغالي سره د ورته والي له کبله د «وړوکي ویمبلي» په نامه هم شهرت لري د ۴۰ میلیون یورو په لګښت رغول شوی او د ۳۳ زره نندارچیانو پکښې ځایدای شي.
پيئر موروا لوبغالې
پیئر موروا لوبغالې چې د لیل د فوټبال کلپ پکښې د بهرنیو لوبډلو سره خپلې لوبې ترسره کوي، په ۲۰۱۲م کال کې پرانیستل شو. دغه لوبغالې چې ۵۰ زره تنه پکښې ځایږي پر جوړیدو ۲۸۲ ملیون یورو لگول شوي دي.
بولارت دللیس لوبغالې
د بولارت دللیس میدان چې په لان ښار کې دی، په ۱۹۳۳م کال کې جوړ شوي وو. اوس د ۷۸ میلیونه یورو په لگولو سره ترمیم شوی. دا ستدیوم چې د ۳۵ زره نندارچیانو د ناستې ځای لري د فرانسې تر ټولو ګران بیه لوبغالې بلل کیږي.
جئوفروی گویچارد لوبغالې
Stade Geoffroy-Guichard هغه میدان دی چې د ای اس سن اتین کلب دلته خپلې سیمه ییزې لوبې ترسره کوي. دا میدان په ۱۹۳۱ کال کې جوړ شوی او اوس د ۲۲۰ ملیون یورو په لګښت د ۲۰۱۶م کال اروپايي جام فوټبال سیالیو له پاره رغول شوی دی. په دې میدان کې ۴۲ زره تنه په یوه وخت له لوبې له نندارې څخه خوند اخیستلای شي.