1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

« د نوبل جایزې ګډونکې د مالیاتو پټولو له تور څخه خلاصه سوه»

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

د فلیپین د نوبل جایزې ګډونکې، ماریا ریزا او خبري پلاتفورم، راپلر یې د مالیاتو پټولو له تور څخه براآت واخیستی.

https://p.dw.com/p/4MMXO
Journalistin Maria Ressa beim Deutsche Welle Global Media Forum
انځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/IMAGO

په مانیلا کي یوې محکمې دغه ۵۹ کلنه تبرئه کړه. د فلیپین د عدلیې وزارت ویلې دي چي د محکمې حکم ته احترام کوي. د محکمې تر دغه حکم وروسته، ریزا پر«سیاسي انګیزې ولاړې پروسې» باندي د حقیقت کامیابي بللې ده.

د دغي ژورنالیستي پرضد چي د پخواني جمهوررئیس، رودریګو دوترته په باب انتقادي رپوټونه ورکوي، نوري حقوقي پروسې هم جریان لري.