فلسطينيانو له اسرائيل سره اړيکي پرې کړي دي
۱۳۹۶ تیر ۳۱, شنبهد خپل حکومت له بېړنۍ ناستې وروسته د فلسطينيانو ولسمشر، محمود عباس، وويل دغه ارتباطات به تر هغه وخت بېرته ونه نيول شي، څو د ده په خبره «اشغالي ځواک» اسرائيل د حرم شريف يعنې د الاقصی جومات د غونډۍ په شاوخوا کې امنيتي تدابير نه وي لرې کړي. د دغې خبرې تر شا د فلز کشف کوونکو آلاتو پر سر يوه لانجه ولاړه ده.
اسرائيليانو تېره يکشنبه دغسې آلات د بيت المقدس په زاړه ښار کې نصب کړي ول، وروسته له هغه چې پر دوو پوليسو باندې مرګونی بريد شوی وو.
د دغو فلز کشف کوونکو آلاتو په مرسته اسرائيل د خپلو څرګندونو له مخې غواړي چې د وسلو د راوړلو مخه ونيسي. د ۵۰ کالو څخه لږ عمر لرونکو مسلمانو نارينه وو ته د حرم شريف سيمې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کيږي چېرته چې د الاقصی جومات او د نُدبه يا براق دېوال ولاړ دي چې مسلمانانو او يهوديانو ته سپېڅلي ځايونه دي.دواړو خواو ته مړي
د جمعې تر لمانځه وروسته په احتجاجونو کې د بيت المقدس په ختيځ او په څېرمه ابو ديس ښار کې درې فلسطينيان وژل شوي ول. ويل کيږي چې په لسګونو کسان ژوبل شوي هم دي. د حرم شريف په سيمه کې هم د اسرائيلي ځواکونو او فلسطينيانو تر منځ نښتې شوې دي.
د ماښام په موده کې پر اسرائيليانو باندې د يوه بل تر سره شوي بريد خبر ورکړل شو. له مخې يې يو بريدګر په رم الله کې د يهودانو د نېوې زوف په نوم استوګنځي ته ننوتلی او هلته يې د پوځ د خبرتيا له مخې درې تنه ملکيان په چاړه وژلي دي. بريدکوونکی بيا په ډزو وژل شوی دی. د هغه د هويت په هکله پوځ نور څه نه دي ويلي.«ډېر خطرناک حالت»
د ترينګلې وضعې له کبله د فلسطينيانو ولسمشر عباس مستقيماً، د امريکا متحده آيالاتو ته مراجعه کړې ده. دغه خبر د وفا په نوم د فلسطينيانو خبري اژانس ورکړی دی، چې په حواله يې عباس له جارېد کوشنر، يعنې د ولسمشر دونالد ترمپ له مشاور او زوم سره په خبرو کې ويلي دي چې وضع «ډېره خطرناکه ده چې کېدای شي له کنتروله ووځي».
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د آلمان پر اتباعو باندې غږ کړی دی چې د بيت المقدس له زاړه ښار او د دغه ښار د ختيځې برخې له ناحيو څخه دې ډډه وکړي. په خبره يې بايد د زاړه ښار په شاوخوا کې، د کنترول په پوستو او د لويديځ اردن سيمې په لويو ښارونو کې له ډېر احتياط څخه کار واخيستل شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2017):