فرانسویانو ته د ولسمشر مکرون لیک
۱۳۹۷ دی ۲۴, دوشنبهد «ژیړ واسکټو» غورځنګ د څو اوونیو پر له پسې احتجاجونو په غبرګون کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، ولس یوه مدني ډیالوګ ته رابللی دی. په ټوله کې ۳۵ موضوعات په پام کې نیول شوي چې له مالیې څخه نیولی تر دیموکراسۍ او مهاجرت په څیر موارد په کې شامل دي. په دې هکله د یکشنبې په ماښام فرانسویانو ته د مکرونو یو لیک خپور شوی دی.
د فرانسې ولسمشر ویلي دي چې غواړي «غوسه پر حل لارو» واوړي. د مکرون په خبره د ولس وړاندیزونه به په دې کې مرسته وکړي چې د «ملت له پاره یو نوی تړون» رامنځ ته کړي او د حکومت او د پارلمان کار او همداشان په اروپا او نړیواله کچه د فرانسې دریځ تنظیم کړي.
د تابو پرته دیالوګ
مکرون ویلي دي چې د نوو طرحو پر وړاندې پرانیستی دی خو په عین وخت کې د خپلو اصلاحاتو له اجندا څخه راضي دي. مکرون پر دې خبره ټینګار کړی دی چې د هغه «له پاره تابو [منع کړل شوي] موضوعات نه شته». خو مکرون په عین حال کې ویلي دي چې یوه سره کرښه هم موجوده ده. د مکرون په خبره د بیلګې په توګه د پناه غوښتنې حق تر پوښتنې لاندې نه شي راوستل کیدای او همداشان د شتمنیو پر یوه برخه لغوه کړی شوې مالیه بیرته نه شي رامنځ ته کیدای. نویو مقرراتو مکرون پر دې باندې مشهوره کړی دی چې غواړي د «شتمنو ولسمشر شي».
په لیک کې دغه موضوعګانې شاملې دي:
«کوم مالیات غواړو راکم کړو؟»
«آیا زیاتې اداري سطحې وجود لري؟»
«آیا زیاتره وخت له ټولپوښتنو څخه استفاده وکړو؟»
په پام کې ده چې په دې ترڅ کې لومړنۍ غونډه د سه شنبې په ورځ وشي. مکرون ویلي دي چې د دغه مدني ډیالوګ تر ختمیدو وروسته به د مارچ میاشتې په نیمایي کې یو رپوټ وړاندې کړي. د مکرون د خپلو معلوماتو له مخې غواړي د ټولې فرانسې په کچه سفرونه وکړي او په دغه ترڅ کې له ځایي سیاستوالو سره وویني.
د «ژیړ واسکټو» غورځنګ د نومبر میاشتې راهیسې مکرون تر فشار لاندې راوستی دی. په لومړي سر کې دغه احتجاجونه د تیلو د بیو د لوړیدو پر ضد وشول. خو بیا وروسته له دغو احتجاجونو سره هغه عادي کسان هم یو ځای شول چې د فرانسې د حکومت له سیاسته ناخوښه ول. د تیرې شنبې په ورځ هم په ټوله فرانسه کې په زرونو کسانو احتجاج وکړ.