فرانسه ۱۰ زره مهاجرو ته د قانوني ورتګ زمينه برابروي
۱۳۹۶ مهر ۱۸, سهشنبهد فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیسار فیلیپو ګراندي سره د الیزې په ماڼۍ کې د لیدنې کتنې پر مهال وویل چې هیواد یې په پام کې لري چې له ترکیې، لیبنان، اردن، نیجر او چاد هیوادونو څخه۱۰ زره مهاجرو ومني.
البته دا به د بحراني هیوادونو مهاجر وي چې پورته ذکر شویو هیوادونو ته راغلي دي او د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان په همکارۍ به فرانسې ته د راتګ اجازه ترلاسه کړي.
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرارد کولومب ویلي دي چې دغه مهاجر باید د ۲۰۱۹ م کال تر اکتوبر میاشتې پورې ومنل شي. په دې اساس فرانسه د مهاجرو په اړه هغه موافقتنامه عملي کوي چې په پاريس کې د مهاجرت په کنفرانس کې پرې موافقه شوې وه.
د اګست میاشتې په پای کې په دغه غونډه کې فرانسې او د اروپایې اتحادیې نورو غړو هیوادونو موافقه وکړه چې افریقایې مهاجرو ته به د اروپا پر لور نوې او قانوني لاره خلاصوي او په بدل کې به یې د مدیترانې له لارې اروپا ته د غیر قانوني مهاجرت مخه نیسي.
اروپایې کمیسیون د سپټمبر میاشتې په پای کې وړاندیز وکړ چې په راتلونکو دوو کلونو کې دي لږ تر لږه ۵۰ زره مهاجر له دریمو هیوادونو څخه «د مهاجرو د دوباره میشت کولو پروګرام» په چوکاټ کې اروپا ته راوستل شي. اوس فرانسې دغه هدف ته د نږدې کیدو په برخه کې لومړی ګام اخيستی دی.
په چاد او نیجر کې د مهاجرو مرکزونه
فرانسه غواړي په راتلونکو اونیو کې په نیجر او چاد افریقایې هیوادونو کې هم هلته پناغوښتونکي ثبت او د پناهندګۍ غوښتنلیکونه یې و ارزوي.
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر کولومب په خبره له ټاکل شویو لسو زرو مهاجرو څخه باید ۳۰۰۰ یې په دغو دواړو هیوادونو کې انتخاب شي. د «اوفیرا» په نوم د فرانسې د مهاجرو چارو اداره او د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره (UNHCR) به په ګډه د دې بهیر د پر مخ بیولو له پاره کار وکړي.
د فرانسې ولسمشر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له کمیسار سره د ملاقات په ترڅ کې وویل چې د اقتصادي مهاجرو د هجوم د مخنیوي په سبب باید هغو کسانو ته چې غواړي خپل هیواد پریږدي او اورپا ته راشي، خو د پناهندګۍ چانس نه لري، د وضعیت په اړه بهتر معلومات ورکړل شي.
زموږ له ارشيف څخه: