فرانسه: څارنوالۍ د يوې کليسا د سوځېدو په تړاو يو تن نيولی دی
۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبهد نانت ښار څارنوالي په دې باور ده چې د دغه ښار په جامع کلیسا کې اورلګيدنه په عمدي توګه رامنځ ته شوې او د پيښې د احتمالي عاملانو لټون کوي.
د دغې کلیسا اور اخيستل، د فرانسې خلکو ته، په پاريس ښار کې د نوتردام کلیسا د اولګيدنې پيښه وريادوي.
د نانت (Nantes) ښار لوی څارنوال، پير سېنې، ويلي دي چې کلیسا له درو خواو اور اخیستی او دا نه شي کيدای چې يوه تصادفي پيښه وي.
تازه رپوټونه وايي چې د پيښې په تړاو يو تن نيول شوی دی.
د رويټرز خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د جولای ۱۹مه) خبر ورکړ چې د نانت ښار د ۱۵مې پيړۍ جامع کلیسا د اورلګيدنې په تړاو يو ۳۹ کلن کس نيول شوی دی. د پير سيني له قولهزياته شوې چې نيول شوی کس يو راوندايي مهاجر دی چې په ياده کلیسا کې يې د رضاکار په توګه کار کاوه او د جمعې په شپه د ودانۍ د قفل کولو مسئول وو.
اورلګيدنه د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته تر کنترول لاندې راغله او اور په بشپړه توګه مړ کړل شو.
زياته شوې چې د کلیسا د ليدنې له پاره يو پلاوی ټاکل شوی او همدغه راز له پاریس څخه هم يو کارپوه وراستول شوی دی.
د کاتدرال نانت کليسا سوځيدل، د فرانسې خلکو ته د پاريس ښار د نوتردام د مشهورې او سترې کلیسا سوځيدل وريادوي. دغه کلیسا يو کال مخکې سوځيدلې وه، چې تر اوسه يې د بيارغونې چارې روانې دي.
د فرانسې ولسمشر، امانوئل ماکرون، په يو ټويټري پيغام کې د نانت ښار جامع کلیسا د «د ګوتيک د دورې ګوهر» په توګه ياده کړې ده.
د فرانسې د اسقفانو ټولنې په يوې اعلاميه کې ويلي دي: «په دغې اورلګيدنه کې يوازې د مذهبي ميراثونه يوه برخه نه ده سوځيدلې، بلکې د کاتلويکانو د ايمان يوه نښه سوځيدلې ده.»
د فرانسې لومړي وزير، ژان کاسټکس (Jean Castex) په يوه ټوييټري پیغام کې د اطفائيې له کارکونکو څخه مننه کړې او د نانت ښار اوسيدونکو سره يې غمشريکي ښوولې ده.
هغه پرون د فرانسې د کورنيو چارو او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزيرانو سره ، د نانت ښار ته ولاړ.
دویچه وله ف/م.ک.ص/م.ن.ص.