فرانسه: په یوې لارۍ کي ۳۰ پاکستانیان موندل سوي
۱۳۹۸ آبان ۱۴, سهشنبهاعلان
د نیسا لوی څارنوالۍ د تیري شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتي دویمه نیټه) خبر ورکړ چي دغه پاکستانیان د لاتوربي د یوه سړک په کنترولیدونکې پوسته کي د ایټالیا له سرحد سره نژدې کشف سوي دي.
دغه پاکستانیان چي په منځ کي یې درې تنکي ځوانان هم شامل وو، ایټالوي چارواکو ته سپارل سوی دي. د لوی څارنوالۍ په حواله اوس باید پلټونکي دا وڅیړي چي ایا د دغي پیښې تر شا خو به د قاچاق وړونکو یوه شبکه لاس نه لري. که داسي نه وي، بیا به نو د لارۍ چلونکئ ژر محکمې ته معرفي کیږي او د غیرقانوني مهاجرو له راتگ سره د مرستې په تور ورباندي دعوا کیږي.
همدا لږ وخت مخکي اروپا ته په یوې لارۍ کي غیر قانوني سفر د ډیرو کسانو په مرگ تمام سو. داسي چي د اکتوبر میاشتي پر ۲۳مه نیټه د لندن د شرق په یوه صنعتي منطقه کي د ۳۱ نارینه وو او اتو ښځو جسدونه په یوې لارۍ کي پیدا سول.
qn/ms (afp)