فرانسه له اور وژني سره جنگيږي
په فرانسه کې د اور لګیدنې له امله کابو ۴۰۰ هکټاره ځنګل سوځېدلی. ۱۰وگړي خوندي ځايونو ته انتقال سوي. فرانسې له نورو هيوادونو په اور وژنه کي د مرستي غوښتنه کړې ده.
د فرانسې اور وژنونکي د دغه هيواد په اتو مختلفو سيمو کي په اور وژونو بوخت دي، په دې جمله کي د يوه ځنگل په اور وژنه کي هم.
د بيگوليا ښار اوسېدونکي له خپلو کورنو څخه وتلو ته اړ سوي.
رسمي چارواکو ويلي دي چي د ناورين سيمه «لا کرويي- والمير» ده.
فرانسې د اروپايي ټولني له نورو هيوادونو څخه په اور وژنه کي د مرستي غوښتنه کړې ده.
له هوا څخه ټانکر الوتکي هم په اور وژنه کي مرسته کوي.
د فرانسې دغه سیمه د دوبي په دې موسم کي له سيلانيانو ډکه وي.
انځورونه
1 | 6انځورونه