فرانسه له افغانستان څخه خپل سرتیري باسي
۱۳۹۰ شهریور ۳۱, پنجشنبهد فرانسې د پوځونو ویاند ډګروال، تیري برکارد، په پاریس کې یوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي چې د افغانستان څخه به د روان کال د اکتوبر د میاشتې تر پایه، ۲۰۰ تنه سرتیري راووځي.
د فرانسې ولسمشر، نیکولا سارکوزی، د جون په میاشت کې اعلان کړې وو چې فرانسه به د افغانستان څخه خپل سرتیري په هغه سرعت راوباسي په کوم چې د امریکا متحده ایالاتو د خپلو پوځونو راویستل پیل کړي.
په پام کې ده چې د فرانسې د ۴۰۰۰ سرتیرو څخه چې د ناټو په مشرې په ماموریت بوخت دي، له جملې څخه به د ۲۰۱۲م کال تر پایه ۱۰۰۰ تنه سرتیري بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.
په نږدې اونیو کې د فرانسې دولت د اپوزیسیون له لوري د سخت فشار سره مخامخ شوی، چې د افغانستان څخه د سرتیرو د راویستلو لړۍ باید ګړندې کړی شي. دا پداسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت د فرانسوي سرتیرو مرګ ژوبله هم لوړه شوې.
يواځې په روان کال کې ۲۳ تنه فرانسوي سرتیري وژل شوي دي. په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو تر رپرځیدو وروسته ۷۵ تنو فرانسوي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.
اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی