فرانسه: د ژغورونکي ډلې څرخي الوتکه رالویدلې
۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبهد فرانسې د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې مارسي ښار ته څیرمه یوه څرخي الوتکه د شپې د ماموریت پر مهال رالویدلې ده.
زیاته شوې ده د الوتکې عمله په سیمه کې د کشف او ژغورنې پر ماموریت بوخته وه چې له هغې سره د مخابرې اړیکې پرې شوه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په وینا د شپې پر یوه نیمه بجه د ور، ښارګوټي ته څیرمه الوتکه او د عملې درې تنه وموندل شول: «تحقیقات به د دغه غمیزې دقیق شرایط په ګوته کړي.»
د فرانسې د ملکي دفاع ادارې ویلي دي چې په دغه څرخي الوتکه کې یو پیلوټ، انجینر او د اطفائیې یو کس سپاره ول.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر، د ټویټر په یوه پیغام کې د د دغې پيښې د قربانیانو له کورنیو او همکارانو سره خپله خواخوږي څرګنده ده.
تر سختو بارانونو وروسته د فرانسې په سویل ختیځ کې ځینې سیمې اوبو لاندې کړي او د الپ د غرونو لړۍ ته څیرمه پرتې ځینې سیمې د سیلابونو له خطر سره مخامخ دي. د چارواکو په خبره د فرانسې په سویل ختیځ کې د یکشنبې په ورځ د سیلاب له کبله دوه کسان مړه شوي دي.
څه د پاسه یوه اوونۍ ترمخه سختو توپانونو په ور، سیمه کې شپږ تنه وژلي وو او د اورګاډو او د موټرو د تګ راتګ یې له اختلال سره مخامخ کړی وو.
(sr/bs (AFP, dpa