فرانسه د فوټبال نړيوال جام اتلولي پای لوبې ته ووته
د فرانسې د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې وتوانیده چې د بلجیم لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړي او پای لوبې ته لار ومومي. دا دریم وار دی چې د فرانسې لوبډله د نړیوال جام د پای لوبو خوند څکي.
د سه شنبې په ماښام (د ۲۰۱۸م کال د جولای لسمه) د فرانسې او بلجیم د فوټبال لوبډلې د ۲۰۱۸م کال د نړیوال جام سیالیو په لومړنۍ نیمه پای لوبه کې یو او بل ته مخامخ شول. دغې پړاو ته د رسیدو له پاره فرانسې له ارګوایي لوبه ګټلې وه او بلجیم د برازیل په شان پیاوړې لوبډله ماته کړې وه.
دغه لوبه د سن پیترزبورګ، به لوبغالې کې د ۶۴ زره نندارچیانو په حضور کې تر سره شوه. د فرانسې د فوټبال د ملي لوبډلې ډیری مینه والو آبې رنګه کمیسونه اغوستي ول او خپل مخونه یې د فرانسې د بیرغ په څیر رنګ کړي وو.
د بلجیم د فوټبال لوبډلې مینه والو هم په لوبغالې کې ځینې برخې ځان ته ځانګړې کړي وو.
د دواړو هیوادونو مخکښ سیاستوال هم په سن پیترزبورګ کې د لوبې د لیدو له پاره تللي وو. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون (له ښي اړخه دوهم کس) او د بلجیم پاچا فیليپ دوهم (له کیڼ اړخه دوهم کس) له ملکې ماتلیده سره د لوبې نندارې ته ورغلي وو.
د لوبې لومړۍ نیمایي چې د فرانسې له لوري په تهاجمي بازۍ سره پیل شوه، د بلجیم د دفاع پر وړاندې بې پایلې پاتې شوه. تر هغې وروسته توپ د بلیجم د لوبغاړو په اختیار کې وو. خو د بلجیم لوبغاړي هم پر کو ګول وهلو ونه توانیدل.
د لومړۍ نیمایي لوبې په ترڅ کې د بلجیم د لوبډلې کپتان ادین آزار (ښې لور ته) یوه طلایي فرست په لاس ورغی، خو د فرانسې تجربه لرونکي ګول کیپر شوت سنګیني، دغه توپ راوګرځاوه.
د فرانسې د ګول کیپر هوګو لوریس، له لوري د بلجیم د یوې حملې پر وړاندې فوق العاده غبرګون.
د فرانسې او بلجیم تر منځ د لوبې لومړۍ نیمایي به له کومه ګول پای ته ورسیده. که څه هم به مجموع کې بلجیم د فرانسې پر وړاندې د توپ په اچولو او د پاسونو په هکله دقت کې بریالی وو، خو فرانسې هم څو ښې موقع له لاسې ورکړې.
د لوبې په دوهمه نیمایي کې په لوبغالې کې حاضر ۶۴ زره نندارچیان له هیجانه ډک وو. د بلجیم دفاعي خط تل په دې هڅه کې وو چې د خطر مخه ونیسي.
خو د فرانسې لوبډله پر دې وتوانیده چې د لوبې د دوهمې نیمایي له پیلیدو وروسته خپلې سیالې لوبډلې ته ګور ورکړي. د فرانسې مدافع لوبغاړي سامویل اومتیتي، د لوبې په ۵۱ دقیقه کې پر سر ګول وواهه.
د ګول تر وهلو وروسته د فرانسې د لوبغاړو خوښي.
د فرانسې د ملي لوبډلې لوبغاړي تر لومړي ګول وهلو وروسته په دې هڅه کې وو چې د بل ګول پر ځای خپله پایله وساتي. د بلجیم لوبډله پر ډیرو هلو ځلو سربیره هم و نه توانیده چې لوبه مساوي کړي. فرانسویانو یو صفر بلجیم ته ماتې ورکړه د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوال جام پای لوبو ته یې لار ومونده.
دا دریم وار دی چې فرانسه د نړیوال جام سیالیو پای لوبو ته لار مومي. فرانسې د ۱۹۹۸م کال د نړیوال جام سیالیو په پای لوبه کې برازیل ته په ماتې ورکولو سره اتلولي ګټلې وه او په ۲۰۰۶م کال کې یې د ایټالیا پر وړاندې د ماتې خوړولو وروسته دوهم ځای خپل کړی وو.
د بلجیم لوبډلې تاریخي فرصت له لاسه ورکړ او اوس باید د دریم مقام ګټلو له پاره له بریتانیې او یا هم کروشیا سره خپل بخت وازمويي.