فرانسه د فوټبال د نړیوال جام اتله شوه
فرانسه د دویم ځل له پاره د فوټبال د نړیوال جام اتل هیواد شو. فرانسوي لوبډلې د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوال جام په پای لوبه کې کروشیا ته د دوو پر وړاندې په څلورو ګولونو ماتې ورکړه. د کروشیا کپتان د سږني جام غوره لوبغاړی شو.
د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جولای ۱۵مه) په روسیه کې د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو پای لوبه تر سره شوه. د فرانسې او کروشیا د فوټبال ملي لوبډلې د مسکو په لوژنیکي لوبغالو کې د ۷۸ زره نندارچیانو پر وړاندې لوبه وکړه.
د کروشیا د فوټبال د ملي لوبډلې مینه وال (په انځور کې ښي اړخ ته) د فرانسوي لوبډلې د مینه والو تر څنګ، څو خپلې لوبډلي تشویق کړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون (له کیڼ اړخه دوهم کس) او د کروشیان ولسمشره کولیندا ګرابار - کیتاروویچ، هم د خپلو لوبډلو د تشویق او ملاتړ له پاره مسکو ته تللي وو.
د فوټبال د نړیوال جام پای لوبې له پاره د فرانسې د ملي لوبډلې لوبغاړي.
د سږني نړیوال جام له پاره د کروشیا د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي.
د کروشیا د ملي لوبډلې لوبغاړو (کیڼ لور ته) له فرانسې ملي لوبډلې سره له هیجانه ډکه لوبه پیل کړه.
خو لومړی ګول د فرانسې په نصیب شو. فرانسوي لوبغاړي آنتوان ګریز مان، له ښي اړخه د کروشیا د ګول پر لور توپ وواهه او توپ د کروشیا د لوبغاړي ماریو مندژوکیچ پر سر تر لګیدو وروسته ګول ته ننوت فرانسه یو پر صفر له خپلې سیالې لوبډلې مخکې شوه.
خو د فرانسوي لوبغاړو خوښۍ لا لس دقیقي دوام و نه کړ. کروشیا چې د ګول د مساوي کولو په هڅه کې وه، په ۲۸مه دقیقه کې ګول وواهه. دغه ګول ایوان پریزیچ تر سره کړ.
د فرانسې د لوبډلې تجربه لرونکی ګول کیپر هوګو لوریس، و نه توانید چې د پریزیچ، شوت مهار کړي.
د کروشیا له لوري د لوبې تر مساوي کولو لس دقیقي وروسته ریفري د فرانسوي لوبغاړو د اعتراض له کبله ویډیوي انځورونو ته رجوع وکړه او په ۳۸مه دقیقه کې د فرانسې په ګټه پنلتي ورکړل شوه. آنتوان ګریزمان، د پنلتي په واسطه د فرانسې له پاره دویم ګول وواهه.
د کروشیا ملي لوبډله د لوبې په لومړۍ نیمایي کې هم د توپ د لوبولو او هم د حملو په برخه کې تر فرانسې برلاسې وه، خو فرانسویانو له خپلو ټولو فرصتونو ګټه واخیسته او د لوبې لومړۍ نیمایي د فرانسې په ګټه دوه یو پای ته ورسیده.
فرانسوي لوبغاړو د لوبې په دوهمه نیمایي کې هم د ګول وهلو په برخه کې له خپلې سیالې لوبډلې وړاندې وو. په داسې حال کې چې کروشیا په دې هڅه کې وه چې په ګول وهلو سره لوبه مساوي کړي، پل پوګبا (په پورتني انځور کې) د لوبې په ۵۹مه دقیقه کې ګول وواهه.
کروشیا لا د دریم ګول له شوکه نه وه وتلې چې فرانسوي لوبغاړي کلیان ام باپه (کیڼ لور ته) یو فرصت تر لاسه کړ او په یوه شوت سره ګول وواهه.
په ۶۸ دقیقه کې کروشیا د دوهم ګول وهلو سره بیرته په لوبه کې یو څه ساه واچوله. ماریو مندژوکیچ د فرانسې د ګول کیپر لوریس، له تیروتنې څخه ګټه واخیسته او دوهم ګول یې وواهه.
د لوبې په وروستیو شلو دقیقو کې د کروشیا د ملي لوبډلې هلې ځلې او منډې ترړې کومې نتیجې ته ونه رسیدي او فرانسه د تکتیکي او دفاعي لوبې پر بنسټ وتوانیده چې د دوو پر وړاندې د څلورو ګولونو سره لوبه وساتي او د نړیوال جام اتلولي وګټي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (له کیڼ اړخه دوهم کس) د فرانسې او کروشیا د ولسمشرانو تر څنګ لوبغاړو ته د نړیوال جام او مډالونو د ورکولو پر وخت حضور لاره.
دا دوهم وار دی چې فرانسه د فوټبال د نړیوال جام اتلولي ګټي. فرانسه په ۱۹۹۸م کال کې اتلولي او په ۲۰۰۶م کال کې دویم ځای ګټلی وو.
د کروشیا د فوټبال د ملي لوبډلې کپتان لوکا مودریچ (کیڼ اړخ ته) د سږني نړیوال جام د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. فرانسوي ۱۹ کلن لوبغاړي کیلیا ام باپه (ښي اړخه ته) د سږني نړیوال جام د غوره ځوان لوبغاړي جایزه وګټله.