1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: افغانان فکر کوي آلمان په سرو زرو فرش دی

۱۳۹۷ شهریور ۱۵, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف ویلي دې چي ځيني افغانان باور لري چې په آلمان کې «سړکونه په سرو زرو فرش» دي. هغه له خپلو هيوادوالو څخه غوښتي دي چي، مخکي تر دې چي آلمان ته مهاجرت وکړي، بايد فکر پر وکړي.

https://p.dw.com/p/34PK7
Aghanistan, Kabul: Ashraf Ghani auf einer Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ(۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې ۶) له آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ» سره په خبرو کې ویلي دي چې په افغانستان کې د آلمان په اړه غلط فکر موجود دی. اشرف غني وویل چې داسې یوې ارتباطي ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې وکولی شي هغه اشتباهي انځور چې یو شمیر افغانان یې له آلمان څخه لري، تصحیح کړي.

هغه زیاته کړه: «آلمان د مهاجرو له پاره په یوې کلا نه شي بدلیدلی».

د افغانستان ولسمشر په ټینګار سره خپل ولس ته د آلمان پر لور له مهاجرت څخه خبردارۍ ورکړ. هغه وویل: «هغه خلک چې په منځني قشر پوري اړه لري او د یوه پراخ کاروباري تنوع یوه برخه ګرځي، په آلمان کې به د بشري قوې په توګه ترې استفاده وشي». هغه وويل چې « دا به هلته ددغو خلکو له پاره سخت پرشاتگ وي».

د آلمان په کيمنيڅ ښار کې د احتجاجونو په پام کې نیولو سره غني آلمانانو ته د ویرې له زیاتیدو څخه خبردارې ورکړ: «لطفاً د یوه، دوو یا دریو تنو په خاطر د ټول ملت په هکله قضاوت مه کوئ».

هغه دغه څرګندونې په کيمنيڅ کې د یوه آلماني د وژل کیدو په شک د يوه مهاجر د نيولو په ارتباط کړي دي. خو هغه په عین وخت کې د آلمان له احتجاجونو سره تفاهم ښکاره کړ. هغه وویل: «موږ باید درک کړو چې دغه ویره د نامطمئن وضعیت له امله ده. موږ باید مظاهره کوونکي ملامت نه کړو. دوی باید متحد شي».

زموږ له ارشيف څخه: