عربستان د خاشقجي د قتل په جرم پنځه کسان په اعدام محکوم کړل
۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبهد سعودي عربستان څارنوالۍ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د ډسمبر ۲۳مه) خبر ورکړ چي د جمال خاشقجي د قتل په جرم پنځو کسانو ته د اعدام سزا ورکړل سوې ده. په خبر کي راغلي دي چي د وليعهد محمد بن سلمان دوه لوړپوړي سلاکاران بيا بيرته آزاد سوي دي.
د واشنگټن پوست ورځپاڼي ژورناليست جمال خاشقجي تيرکال په استانبول کي د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کي ووژل سو.
د عربستان د څارنوالۍ په خبرپاڼه کي راغلي دي چي «محکمې پنځه نارينه د مرگ په سزا محکوم کړي دي». د خاشقجي د قتل په تور نيول سوو ۱۱ کسانو له ډلي څخه درو کسانو ته يې »د جرم د پټ ساتلو« په تور په ټوله کې د ۲۴ کاله بند سزا ورکړل سوې ده او نور آزاد سوي دي.
محکمې دغه راز ويلي دي چي په استانبول کي د سعودي عربستان جنرال قونسل محمد العتيبي په دې قتل کي پړ نه وو.
د راپورونو له مخي دغه محکمه د ډيرو لږ ديپلوماتانو او رسنيو له موجوديت پرته ترسره سوې ده.
(n.z/s.r(AFP