1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله له غني سره د مذاکراتو په هکله: پر اصولو مو توافق کړی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعه

عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه د یوې اعلامیې په ترڅ کې له غني سره د سیاسي بحران د ختمولو په برخه کې، په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی. د ولسمشر یوه مرستیال هم تیره ورځ ویلي وو چې عبدالله د سولې شورا مشري پر غاړه اخلي.

https://p.dw.com/p/3bejH
Bildkombo Abdullah Abdullah und Aschraf Ghani

د عبدالله عبدالله له لوري په خپره شوې اعلامیه کې تایید شوې چې له یوې مودې راهیسې د دواړو لورو تر منځ د سیاسي بحران د حلولو له پاره د ملي شیخصتونو په منځګړیتوب هڅې روانې دي. په افغانستان کې سیاسي کړکیچ هغه مهال پېل شو چې محمد اشرف غني د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د تیر کال د ولسمشریزو انتخاباتو ګټونکی اعلان شو. د هغې په تعقیب عبدالله عبدالله، د ټاکنو پایلې رد کړې او د خپل اړخه یې د «ټول شموله حکومت» اعلان وکړ او د ولسمشر غني سره یې په یوه ورځ لوړه وکړه.

په تیرو میاشتو کې د یوه شمیر بهرنیو دیپلوماتانو سربیره د افغانستان ځینو سیاسي څیرو هم هڅه کړې چې دغه سیاسي جنجال پای ومومي او له طالبانو سره د سولې پروسه پرمخ ولاړه شي.

ښاغلي عبدالله، د خپل فیسبوک په پیغام کې دا هم لیکلي دي چې د «اصولو پر سر توافق» شوی او د جزئیاتو په برخه کې کار دوام لري: «د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم چې په دغو مذاکراتو کې مو پرمختګ کړی. د اصولو پر سر توافق شوی او اوس د جزئیاتو او دواړو لورو ترمنځ د توافق د نهایي کولو پر سر کار روان دی.»

هغه هیله څرګنده کړې چې د کرونا ویروس له کبله رامنځ ته شوي بحران ته په کتو سره او په افغانستان کې د سولې د راتلو اړتیا په پام کې نیولو سره سیاسي توافق ژر وروستی شي.

که څه هم عبدالله عبدالله د دواړو لورو ترمنځ د توافق د جزئیاتو په هکله څه نه دي ویلي خو په افغانستان کې یو شمیر رسنیو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ته منسوب د «سیاسي توافق د چارچوب» په نوم یوه طرحه خپره کړې ده. په دغه طرحه کې پر نورو سربیره د دولت عالي شورا چې د سیاسي او ملي شخصیتونو څخه به جوړه وي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې په محوریت کې د اجرائیه صدارت، د ۵۰ سلنه جګپوړو دولتي چارواکو ټاکل، د اساسي قانون د تعدیل، د سیاسي نظام او انتخاباتي نظام د بدلون څخه یادونه شوې ده.

تر اوسه د افغانستان جمهوري ریاست په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی. خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، تیره ورځ د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې سره په خبرو کې ویلي وو چې د عبدالله او غني ترمنځ سیاسي ترینګلتیا ممکن ډیر ژر پای ته ورسیږي. ښاغلي دانش ویلي وو: «د ملي مشارکت حکومت په چوکاټ کې د یووالي د ټینګښت او همغږۍ له پاره هڅې روانې دي. په راتلونکو څو ورځو کې به دواړه لوري یوه نهایي توافق ته لاس رسی پیدا کړي او ښاغلی عبدالله عبدالله، به د سولي عالي شورا مشري پر غاړه واخلي.»