عبدالله د ټاکنو پایله رد کړه او د حکومت جوړولو اعلان یې وکړ
۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سهشنبهد افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د ټاکنو د کمیسیون له خوا اعلان شوې پایلې رد کړې او خپل ځان یې د ټاکنو ګټونکی وباله. هغه وویل: «پر همدې اساس، هغه پایله چې یې نن اعلان کړې؛ چې د ټاکنو د غلا کولو، پر ولسواکۍ د کودتا پر اساس؛ د خلکو ارادې او د هغې تمثیل ته خیانت پر اساس وو؛ له اساس، بنیاد او ریشې دغه پایله غیر قانوني بولو.»
د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۳۰۰ زرو شخړیزو رایو په اړه ناسمې او غیر قانوني پریکړې کړي دي.
د عبدالله په خبره د ټاکنو اصلي ګټونکی د هغه ټاکنیزه ډله ده، نو له همدې کبله دی خپله بریا اعلانوي. هغه وویل: «د ثبات او همپالنې تیم د شفافو او بایومتریک شویو رایو پر اساس بریالی دی، او موږ خپله بریا اعلانوو.»
عبدالله همداراز وویل چې دی او ټاکنیزه ډله به یې یو حکومت هم جوړ کړي. هغه د خپلو پلویانو په منځ کې وویل: «تقلب کاران، د افغانستان د تاریخ تور مخي دي. موږ ټول شموله حکومت جوړو. ژوندی دې وي افغانستان.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د عبدالله عبدالله یو شمیر پلویانو چې په کې عبدالرشید دوستم او کریم خلیلي هم شامل دي، ویلي وو چې که په ټاکنو کې د هغوی په خبره شفافیت رامنځ ته نه شي، نو دوی به موازي حکومت اعلان کړي.