عبدالله د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان رد کړ
۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبهتر دې مخکې د یکشنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ویلي ول چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویاند صبغت الله احمدي، له دې دندې ګوښه شوی دی. په اعلامیه کې راغلي ول: «د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویاند صبغت الله احمدي له رسنیو سره د وروستیو غیر مسوولانه څرګندونو له امله له خپلې دندې لیرې شو.»
په اعلامیه کې د احمدي هغو څرګندونو ته چې ارګ یې «غیر مسوولانه بولي» او له کبله یې هغه ګوښه شوی دی، کومه اشاره نه ده شوې. خو د ارګ تر اعلامیې یوازې څو ساعته وروسته د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، هم یوه اعلامیه خپره کړه چې په ترڅ کې یې ټینګار شوی وو چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند به خپل کار ته دوام ورکوي.
په اعلامیه کې راغلي دي: «د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي صبغت الله احمدي د سولې بهیر په ملاتړ د بهرنیو چارو وزارت موقف بیان کړی دی. په دې موقع کې د خلکو ګومارنه او له دندې ګوښه کول یوازې له ټاکنو سره تړاو لرلی شي. له همدې کبله به هغه د ټاکنو د پایلې تر وروستي کیدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.»
ولسمشر غني له ډیر وخت راهیسې د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني، سره چې د عبدالله عبدالله له ملاتړو څخه دی، ښې اړیکې نه لري. تر دې مخکې د دې وزارت د یوې بلې چارواکې د معرفي کیدو پر سر هم د اجرائیه ریاست او ارګ تر منځ ترینګلتیا رامنځ ته شوې وه.
د بهرنیو چارو وزارت په انترنتي پاڼې کې د صبغت الله احمدي په حواله په وروستیو څرګندونو کې هغه د سیمې له هیوادونو څخه د سولې د خبرو اترو د بیا پیلولو په موخه د هڅو له کبله مننه کړې ده. پر دې سربیره د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي دي چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان وروستۍ ګډون تر بل هر وخت ډیر «ضعیفه» وو.
لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ښاغلي احمدي د کومو څرګندونو له کبله خپله دنده له لاسه ورکړې ده. دا هم روښانه نه ده چې ایا هغه به د اجرائیه ریاست د پریکړې پر اساس خپلې دندې ته دوام ورکړي او که د ارګ د فرمان له مخې به د بهرنیو چارو وزارت پریږدي.