عباس د «پخلاينې کمېټې» غوښتونکی شو
۱۴۰۲ مرداد ۹, دوشنبهد فلسطین ادارې مشر محمود عباس د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره په کتنه کې د «پخلاینې کمېټې» د جوړولو اعلان وکړ. عباس د مصر په العالمین ښار کې وویل، هغه »د خبرو اترو د دوام« او »جلا والې ختمول او د فلسطین ملي یووالي« غوښتونکی دی. عباس په ساحلي ښار کې د پخلاینې خبرې یو »لومړی او مهم ګام« بللی دی. خو تر دې وړاندې د دواړو سیاسي سیالانو ترمنځ ناندرۍ یو ځل بیا راپورته شوې وې.
عباس يووار بیا خپل د فلسطین د ازادۍ سازمان هغه ادعا چې د اردون سيند په لوېديځه غاړه کي يې واک په لاس کي دی بیا تائید کړه. هغه وویل چې »د فلسطین د آزادۍ سازمان د فلسطين د خلکو یوازنی مشروع استازی دی او د يوه واحد هيواد، يوه واحد نظام، يوې واحد مقننه قوې او يوه واحد قانوني اردو» غوښتونکی دی.
حماس د آزادو انتخاباتو غوښتنه وکړه
د حماس مشر هنيه پر عباس غږ وکړ چې د امنيتي مسايلو په اړه له اسرائيل سره همکاري پای ته ورسوي. برسېره پر دې د فلسطين د ازادۍ سازمان بايد «بیاطراحي» شي او یو نوی ټول گډونه پارلمان د آزادو دیموکراتیکو ټاکنو پر بنسټ جوړ شي. هنيه د يادې کمېټې جوړېدل تائيد کړل، خو نور جزئيات يې ورنه کړل.
اسلامپاله حماس ډله له ۲۰۰۷م کال راهیسې د غزې پر تړانګه واکمني کوي. عباس او هنیه له اسرائيل سره د چلن په برخه کې پر خپل متفاوت نظر باندي همداسي پاته دي. په داسې حال کې چې ٨٧ کلن عباس د «سوله ايز ولسي مقاومت» غږ کړى، خو د حماس مشر هنيه د «هر اړخيز مقاومت» غوښتنه کړې ده.
سخت سري سیاسي سیالان
د فلسطين د آزادۍ سازمان د خپلواک فلسطين جوړلو ته ژمن دی چې له اسرائيل سره سوله ايز و اوسيږي. په دې کي څو ډلې راځي، خو نه حماس او اسلامي جهاد. حماس یوه سخت دریځه اسلامپاله ډله ده چې د جرمني، اروپايي ټولنې، متحده ایالاتو او ځینو عربي هيوادونو له خوا د تروریستي سازمان په توګه طبقه بندي شوې ده. د دوی هدف د اسرائيل دولت له منځه وړل دي. په ۲۰۰۷م کال کې د غزې په تړانګه کې د فتح ډلې پر وړاندې له یوې خونړۍ جګړې وروسته يې واک ترلاسه کړ.
د ایران تر ملاتړ لاندې وسله وال اسلامي جهاد چې په غزې تړانګه کې د برتري له پاره له حماس سره سیالي کوي، په دې غونډه کې یې ګډون ونه کړ.