1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبادي: احتجاجونه به تحول رامنځته کړي

۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

د نوبل د جایزې ایرانۍ ګټونکې، شیرین عبادي پخپل هیواد کي اوسني احتجاجونه د یوه انقلاب شروع بولي.

https://p.dw.com/p/4IhpY
Archivbild 2019 | Shirin Ebadi, iranische Juristin & Menschenrechtsaktivistin | Friedensnobelpreisträgerin
انځور: Carlos Alvarez/Getty Images

عبادي المانۍ ورځپاڼي(زویډ ډویچه څایټونګ) ته وویل: چي «که نیکه ګان او انا ګاني، والدین او لمسیان یو د بل تر څنګ سره ودریږي او په مظاهرو لاس پوري کړي، دا نو بیا بیانوي چي ټوله ناراضه دي».
هغې وويل چې په ایران کي اوس حتی ۱۳ کلن شاګردان لا مظاهرې کوي. خو متأسفانه اکثره یې اوس بندیان سوي دي. په خبره یې مظاهره کونکي غواړي عملأ تر هغو پوری خپلو احتجاجونو ته ادامه ورکړي، تر څو پوري چي يې غوښتني منل سوي وي. 
حقوق پوهه، شیرین عبادي په ۲۰۰۹ م کال کي په ایران کي تر سختو فشارونو وروسته لندن ته مهاجره سول.