طالبانو چین کې افغانانو ته د پاسپورتونو د ویشلو خبر ورکړ
۱۴۰۲ بهمن ۱۶, دوشنبهد طالبانود باندنیو چارو وزارت ویلي دي چې چین مېشتو افغانانو ته یې په هغه هېواد کې د پاسپورتونو د ویش بهیر پیل کړی دی. دغه وزارت په چین کې پر شرایطو له برابرو افغانانو غوښتي دي، چې پاسپورتونه دې واخلي.
په چین کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سفارت پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي دي:«بیجینګ کې د ا.ا.ا لوی سفارت په چین کې میشتو افغانانو له پاره د پاسپورتونو د ویش لړۍ د پیل خبر ورکوي. په چین کې د ا.ا.ا لوی سفارت تیرو څه باندې دوو کلونو کې پوره هڅه کړې چې خپلو هیوادوالو ته په ښه توګه قونسلي خدمات وړاندې کړي او د خپلو امکاناتو په محدوده کې ورته سهولتونه ایجاد کړي.»
د طالبانو اداره، چې تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، د افغانستان د پرځول شوي جمهوري دولت په نوم، نښان او مهر پاسپورټونه صادروي. له دې وړاندې د طالبانو ادارې په ایران کې هم د پاسپورټونو ویشل پیل کړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا ولکې وروسته له افغانستانه بهر ډېرې سیاسي استازولۍ د پرځول شوي جمهوریت د ډیپلوماټانو له لوري اداره کېږي، چې پکې نوي پاسپورټونه نه ویشل کېږي، بلکې د زړو پاسپورټونو وخت پکې غځول کېږي.
خو د سیمې ډېرو هېوادونو او یو شمېر ګاونډیانو د طالبانو استازي منلي او سفارتونه د دغې ادارې استازو ته پرېښودل شوي دي.
همدا تېره اونۍ د پیکنګ له پاره د طالبانو ټاکل شوي سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د ۴۱ نورو سفیرانو په شتون کې خپل باورلیک د چین ولسمشر ته وسپاره. چین له هغو هېوادونو دی، چې له طالبانو سره یې اړیکې ښې دي او د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د دغې ډلې لوی سوداګریز شریک ښکاري.