1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کابل کې چاودنه تایید کړې

۱۴۰۳ دی ۸, شنبه

په کابل کې د طالبانو امینه قومانداني وايي، د کابل شیخ زاید روغتون ته څېرمه چاودنه شوې ده. د طالبانو د پوليسو وياند ويلي چې په دې چاودنه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4odst
طالبان وایي پلټنې کوي.
دغه برید روغتون ته څیرمه شوی دی.انځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

د شنبې په ورځ سهار وختي، بېلابېلو سرچینو راپور ورکړ، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه د یوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی. څو ساعته وروسته د طالبانو د کابل امنیه قومندانۍ دغه چاودنه تایید کړه.په کابل کې د پوليسو وياند خالد ځدراڼ وايي چې په دې چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

کابل ښاریان: جنایي پیښې ډيرې شوي

د نوموړي په وينا، چاودنه د کابل هوايي ډګر پر سړک، شيخ زايد روغتون ته څېرمه شوې ده.طالبانو د چاودنې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.تر اوسه کومې ډلې یا کس د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د طالبانو له بیا راتګ وروسته د ډیرو چاودونو مسولیت اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش منلی دی.

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.