طالبانو منلې چې په بلخ ولایت کې څلور ښځې وژل شوي دي
۱۴۰۰ آبان ۱۵, شنبهطالبانو رسنیو ته د یوه ویډیويي پیغام له لارې په مزار شریف ښار کې د څلور تنو ښځو د جسدونو د موندلو خبر تائید کړی دی او وايي چې په دې تړاو یې دوه تنه شکمن کسان هم نیولي دي. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند قاري سعید خوستي په دغه ویډیويي پيغام کې زیاته کړې چې مشکوک کسان د مزار شریف ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې له یوه کوره نیول شوي دي.
خوستي ویلي چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې منلې چې یادې ښځې د دوی له لوري دغه کور ته وربلل شوې وې. هغه زیاته کړې چې په دې هکله نور تحقیقات هم ادامه لري او دا چې دغه دوسیه یې محکمې ته د لا ډیرو څیړنو له پاره سپارلې ده.
که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د یادو ښځو د هویت په هکله څه نه دي ویلي خو په مزار شریف کې سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په وژل شویو میرمنو کې یوه د ښځو د حقونو فعاله هم شامله ده. د یاد خبري اژانس په حواله، د هغې کورنۍ له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي.
د معلوماتو له مخې یادې څلور ښځې په خپلو کې ملګرې او همکارانې وې چې غوښتل یې د مزارشریف له هوايي ډګر څخه بهر ته پرواز وکړي. د حقونو د دفاع له ډلې څخه یوې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته د نه نوم ښوولو په شرط ویلي چې دوی له افغانستان څخه د اخراج په هکله یوه تلیفوني اړیکه ترلاسه کړې وه او بیا د یوه موټر په واسطه انتقال شوې وې چې تر دې څو ورځې وروسته یې جسدونه د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې موندل شوې وو.