طالبانو له م.م سره د خبرو ليوالتيا ښوولې ده
۱۳۹۲ خرداد ۲۱, سهشنبهپه کابل کي د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر مشر جان کوبيز د سه شنبې په ورځ وويل، چي دوی هغه خبري تائيدوي چي څه موده دمخه يې له خصوصي لارو له طالبانو سره د بشري حقونو په اړه د خبرو اترو وړانديز کړی وو.
هغه وويل: «زه اوس دا خبره تائيدولای سم چي موږ د ارتباطي چينلونو له لاري په دې اړه د طالبانو مثبت جواب ترلاسه کړی دئ، چي غواړي د افغانستان په جگړه کي د ملکي تلفاتو د راکمېدو په اړه زموږ سره خبري وکړي. زه ئې هرکلی کوم.
کوبيز زياته کړې ده چي د خبرو اترو له پاره اسلامي سازمانونو خپله ليوالتيا ښوولې ده. «موږ اوس د خبرو پر څرنگوالي باندي بحث کوو، چي دغه خبري اتري چي سبا پيليږي چي نن پيل سي ښه به وي.»
دا دوهم وار دی چي د ملگرو ملتونو سياسي دفتر له طالبانو سره د خبرو اترو د تلاښ خبره کوي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه هيڅ نه دي ويلي.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي يوازي د روان کال له پيل راهيسي په افغانستان کي نزدې ۲۵۰۰ تنه ملکي وگړي وژل سوي او ټپيان سوي دي.
دا په افغانستان کي د يوناما د راپور له مخي د ۲۰۱۲ کال د ورته وخت په پرتله ۲۴ سلنه ډيروالي ښييٍ. د دغه دفتر د معلوماتو له مخي د وژل سوو او ټپي سوو کسانو هر پنځم تن یو کوچنی وو.
يوناما په داسي حال کي له طالبانو سره د خبرو کولو د تلاښ خبر ورکوي چي د روان کال د مارچ په مياشت کي دغه دفتر ويلي ول، چي دوی ته د طالبانو له خوا داسي زرغون څراغ ښوول سوی، چي په دغه هيواد کي د بشري حقونو د خونديتوب له پاره ور سره خبري وکړي.
څه موده دمخه د ملګرو ملتونو یوه راپور طالبان ګرم وبلل چي د ټولو ملکي تلفاتو ۸۱ سلنه د هغوی د وسله والو يرغلونو او ځانمرگو بريدونو په پايله کي رامنځ ته سوې ده. طالبانو بيا دغه سازمان له دوي څخه په دې اړه د معلوماتو په نه غوښتلو تورن کړ.
هغه وخت د دغه سازمان يوې وياندي مېرمن نيلاب مبارز ويلي ول: « موږ فکر کوو چې هغوی اوس موږ ته داسي بلنه راکړې ده چي ورسره د بشري حقونو په اړوندو مسایلو او بشري مرستو پر سر خبري وکړو او که داسي وي موږ یي هرکلی کوو.»
تر دې دمخه یو شېمر سیاسي او مدني خوځښتونو هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتي ول چې له طالبانو سره د خبرو په برخه کې مشرتوب او څارونکی رول پر غاړه واخلي.
هغوی ویل چي ملګري ملتونه د سولي او سیاسي مذاکرو په برخه کې اوږده سابقه لري او ښايي په دې کار سره د سیاسي خبرو اترو پروسه په شفافه توګه پرمخ ولاړه سي.