طالبانو د هلمند په محلي رسنيو کي د ښځو پر غږ بنديز لګولی
۱۴۰۲ مرداد ۲۳, دوشنبهد هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې ازادو رسنیو ته خبرداری ورکړی چې په هیڅ صورت کې باید د ښځو غږونه خپاره نه کړي. دغه خبره په هلمند کي ځينو سرچينو دويچه ويله ته تائيد کړې ده.
په ورته وخت کې د طالبانو د ادارې له دوه کلنې واکمنۍ سره سم په هلمند ولایت کې ځینو سرچینو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي دي چې دغه پریکړه د اسد میاشتې له لومړۍ نیټې څخه عملي شوې او په دغه فرمان کې په هر ډول مستقیمو او غیر مستقیمو پروګرامونو کې د ښځو د غږونو پر خپرولو بندیز لګیدلی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې لیکلي دي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټینګار کړی دی چې سیمه ایزې رسنۍ دې د عامه پوهاوي د هغو پیغامونو له خپرولو ډډه وکړي چې ښځې یې په اړه غږیږي.
دا ډول اعلانونه د نړیوالو بنسټونو او ځینو بهرنیو رسنیو له خوا چمتو کېږي او د خپرېدو له پاره دغو رسنیو ته ورکول کېږي.
د افغان خبريالانو مرکز وايي، له دې حکم سره سم د هلمند په سيمه ايزو رسنيو کې د بي بي سي ځانګړی پروګرام "درمان" چې د روغتيايي ستونزو او د چاودنو له امله رامنځته کېدونکو خطرونو په اړه معلومات ورکوي، خپرونې بندې شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چې دا ډول اعلانونه په افغانستان کې د نادولتي رسنیو د تمویل اصلي سرچینه ده او د هغې بندېدل به د سیمه ايزو رسنیو د زوال لامل شي.
په افغانستان کې طالبانو په خپلې دوه کلنې واکمنۍ کې د رسنیو د کار د محدودولو له پاره بېلابېل فرمانونه صادر او پلي کړي دي.
په دغو حکمونو کې چې تر ډېره پر بښځو محدودیتونه لګول شوي، په انځور کې د راڅرګندېدو پر مهال د مخ پټول، له نارینه وو سره د مرکو منع کول او له نارینه وو سره په ګډ چاپېریال کې د پروګرامونو پر ترسره کولو بندیز لګول شامل دي.
دغو فرمانونو په دغه هېواد کې د بیان او رسنیو آزادي په جدي توګه محدوده کړې ده. د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال ډېرو ښځو خبریالانو کار پرې ایښی او یو شمېر بیا له هېواده وتلي دي.