طالبانو د نابينا نجونو ټولګي هم بند کړي دي.
۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبهپه افغانستان کې چې له تیرو څو کلونو راهیسې د نابینایانو یا ړندو له پاره د ځانګړي لیک لوست یا بریل لیک زده کړې ځانکړي مرکزونه او سواد زده کړې کورسونه جوړ شوي وو او په سلګونو زده کوونکي یې لرل، تازه طالبانو دغه مرکزونو ته د نابینا نجونو پر تګ او زده کړه هم بندیز لګولی دی.
د نابینایانو له پاره د بریل لیک مرکزونه او ټولګي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پرانیستل شوي وو، خو طالبانو دا مرکزونه یو په بل پسې بند کړل.
په ننګرهار کې د نابینایانو د ټولنې مشر فضل غني بشردوست دویچه ویله ته وویل چې د دوی شاخوا ۴۵ نابینا زده کوونکې له زده کړو منع شوې دي او شل نورې چې د اووه او اته کلونو شاوخوا دي، په زده کړو بوختې دي خو هیله لري چې طالبان یې مرکز ونه تړي.
طالبانو له دې وړاندې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه هم بند کړي دي.