1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د تاشکند غونډې ته پلاوی لیږلی

۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی د تاشکند په نړیواله غونډه کې ګډون کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه پلاوی په تاشکند کې د افغانستان په تړاو جوړیدونکې غونډه کې ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/4EZac
Afghanische Delegation in Pakistan
انځور: Pakistan Ministry of Foreign Affairs /AP/picture alliance

تاشکند به د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې یعنې د جولای په ۲۵ او ۲۶ مه نیټه د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.
د ازبکستان چارواکو مخکې تر دې ټینګار کړی دی چې په دې کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي موجودیت د دې ډلې د په رسمیت پيژندلو په معنی نه دی. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دې کنفرانس کې به د ۲۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون ولري.
په دې کنفرانس کې به د امنیت، اقتصاد او له سیمې سره د افغانستان د نښلولو پر څرنګوالي هم بحث وشي. 
د کارپوهانو په باور دا چې په دغه هیواد کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو په اړه انديښنه لري، په دې کنفرانس کې به له طالبانو څخه په دې اړه د عملي اقداماتو غوښتنه وشي.