طالبانو د اختر په مناسبت ۲۴۶۱بندیان آزاد کړي
۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبهد یادي ادارې د خپرې سوي اعلاميې پر بنسټ د یادو زندانیانو ترڅنګ د ۴۷۱ نورو بندیانو د بند په موده کي يې کمښت راوستلی دی.
ستري محکمې ويلي دي چي دغه بندیان يې د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخوند زاده د فرمان له مخي او د قاضي القضات د حکم پر اسا د کوچني اختر د رارسیدو له امله ازاد کړي دي.
اړوند: پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغانان بندیان دي
همدارنګه په اعلامیه کي ویل سوي دي چي تر دې وړاندي يې یوه کاري ډله ګومارلې وه، ترڅو د بندیانو څېړنه وکړي او د خوشي کیدولو مستحق کسان ورپه ګوته کړي.
اعلامیه زیاتوي، له غور او څېړنو وروسته ۲۴۶۰ بندیان د ټول هیواد په کچه له بېلا بيلو زندانونو څخه ازاد او د ۴۷۱ نورو بندیانو د بند په موده کي کمښت راغلی دی.
ځيني ازاد کړل سوي بندیان د خپلو دوسيې د څېړولو پرمهال د طالبانو د زندان د مسؤلینو له ناغیړیو څخه یادونه کوي.