طالبان په هرات کي: دوکانونه سپين او ابي رنګ کړئ
۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبهپه هرات کي د طالبانو ښاروالۍ د پنځلسمی ناحيې په سیمه کي له دوکاندارنو غوښتي دي چي د دوکانونو دروازې سپيني او ابي رنګ کړي.
د هغه مکتوب پر بنسټ چي د هرات ښاروالۍ له خوا د کسبه کارانو ټولني ته استول سوی، پکښي راغلي دي چي د کوچني اختر په مناسبت يې د ښار د ښکلا په موخه دغه ګام اخیستی دی.
اړوند: طالبانو په لښکرګاه کي د دوو مارکيټونو دوکاندارن وهلي دي؛ ولي؟
په هرات کي د کسبه کارانو ټولني مشر عبدالودود دویچه ویله ته د دغه خبر د منلو پرمهال وویل: «په دې اړه د ښاروالۍ مکتوب د کسبه کارانو ادارې ته راغلی او له دوکاندارانو يې غوښتي دي، ترڅو د خپلو دوکانونو دروازې سپيني یا ابي رنګ کړي.»
نوموړي زیاته کړه، دغه وړاندیز به د ښار د ښکلا او ښاري نظم له پاره ښه وي.
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي طالبانو اعلان کړی دی چي د ښار د ننه باید ټکسي موټر د ژړ پرځای شنه یا ابي رنګ کړل سي.