طالبان پاکستان ته: افغان کډوالو سره ناسم چلن مو اړيکي خرابوي
۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبهد طالبانو دغه وزارت د دوشنبه په ورځ د نومبر ۱۴مه نیټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه خبرې کړې دي.
حقاني ویلي چې که د پاکستاني پولیسو تاوتریخوالي له افغان کډوالو سره دوام وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې ترینګلي شي.
خبرپانه کې راغلي چې د پاکستان د وېزو او په دې برخه کې افغانانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه شوې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني بیا ویلي چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ویډوګانې لیدلي او هغه کړنې یې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره د دښمنانو کار بللی دی.
هغه ویلي چې د طالبانو د حکومت غوښتنې به له اسلام آباد سره شریکې کړي.
څو ورځې وړاندې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او وهل او ډبولو ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د افغانانو غوصه یې راپارولې ده.