«هرات کې پر یو مسجد حمله کې شپږ کسان وژل شوي»
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سهشنبهد طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتين قانع، پر ایکس یا پخواني ټويټر شبکې ليکلي چې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د ناپېژاندي وسلوال په دغه حمله کې «شپږ تنه ملکي هيوادوال شهیدان شوي او یو تن ملکي وګړی ټپي شوی.» هغه ويلي چې د پېښې نور جزئیات به وروسته خپاره شي.
باختر خبري آژانس چې د طالبانو له خوا اداره کیږي هم په دغه حمله کې د مرګ ژوبلې ورته ارقام خپاره کړي او وايي چې پېښه د هرات مرکز ته څېرمه سويل لوری ته شوې ده.
په افغانستان کې خصوصي تلويزیون طلوع بیا په خپل رپوټ کې ويلي چې کوم مسجد چې دغه حمله پرې شوې د شعيه ګانو اړوند دی. د حملې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې پر شعيه لږکۍ د پر له پسې حملو مسئولیت د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم وسلوالې ډلې منلی دی.
داعش اوس وخت افغانستان کې تر ټولو ستر امنيتي ګواښ بلل کیږي چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهیسې ېې تر ټولو خونړۍ بریدونه کړي دي.
(AFP)mks/bs
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: