طالبان: زلزله کې د مړو شمېر له ۲۰۰۰ زيات شوی
۱۴۰۲ مهر ۱۶, یکشنبهرويټرز خبري آژانس د طالبانو د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ویاند، ملا جانان له قوله لیکلي چې په دغو زلزلو کې ۲۰۵۳ تنه مړه شوي، ۹۲۴۰ تنه ټپيان او ۱۳۲۹ کورونه تخریب او زیانمن شوي دي.
د رېښتر په ۶ اعشاريه ۳ درجې ځواک سره دغه زلزله چې وروسته ېې هم قوي ټکانونه له ځانه سره لرل په تېرو دوو لسیزو کې یوه تر ټولو مرګونې زلزله ښودل شوې ده.
دغه راز د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، عبدالواحد ریان، هم وويل چې د هرات ولایت په زلزله کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي. هغه وويل نژدې ۶ کلي نړېدلي او په سلونو کسان تر خاورو لاندې شوي او د عاجلو مرستو غوښتنه ېې وکړه. ریان دغه راز وويل: «د ټپيانو شمير ډېر لوړ دی.»
نورې سرچېنې بیا د هرات په زلزله کې د مرګ ژوبلې نور ارقام وړاندې کوي.
ملګرو ملتونو د مړو ابتدايي ارقام۳۲۰ وښود، خو وروسته ېې بیا وويل چې دغه ارقام د ارزونې په حال کې دي. ځايي اوسیدونکي بیا د مړو اټکلي شمير ۱۰۰ او د ټپیانو ۵۰۰ ښودلی دی.
روغتيايي سرچينې وايي، یوازې د هرات تر ټولو ستر روغتون ته ۲۰۰ مړي او ۷۰۰ ټپيان وروړل شوي دي.
په تازه معلوماتو کې دا هم ويل شوی چې ۴۶۵ کورونه له منځه تللي او ۱۳۵ نورو ته زیانونه اوښتي دي.
ملګري ملتونه وايي: «د دوی همکاران او ځايي چارواکي د تلفاتو د لوړېدو وړاندوینه کوي او د ژغورنې او لټون عملیات هم په داسې حال کې جریان لري چې د رپوټونو له مخې ځينې کسان تر نړېدلو ساختمانونو لاندې بند پاته دي.»
د بېړنو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وياند، محمد عبدالله جان، وويل چې تر ټولو ډېر زیان د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ څلورو کليو ته اوښتی دی.
د ملګرو ملتونو جیولوجيکې سروې د دغې زلزلې مرکز د هرات ښار شمال لويديځ ته په ۴۰ کيلومترۍ کې ښودلی او وايي چې دغه زلزله د درې نورو ټکانونو په ادامه شوې ده. د لومړنيو ټکانونو قدرت ۶ اعشاريه ۳، ۵ اعشاريه ۹ او ۵ اعشاريه ۵ درجې د رېشتر وو.
د هرات ښار یوه اوسيدونکي عبدالشکور صمدي وويل چې غرمه مهال د ښار په اطرافو کې لږ تر لږه ۵ ځواکمن ټکانونه وشول. په ځينو رپوټونو کې بيا د زلزلې مجموعي ټکانونه لږ تر لږه اته ښودل شوي دي.
(AP,dpa)mks/aa/