طالبان د کندز هوایي ډګر د نیولو هڅه کوي
۱۳۹۴ مهر ۷, سهشنبهیوه افغان چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه ښوولو په شرې ویلي دي چې طالب جنګیالي اوس په ډله ییزه توګه د کندز ښار هوايي ډګر ته د رسیدو په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ طالبان د کندز ښار تر خپل کنترول لاندې راوستی وو او د ولایت ډیر شمیر چارواکي او عام وګړي هوایي ډګر ته تښتیدلي وو.
د رویترز خبري آژانس د عیني شاهدانو په حواله لیکلي دي چې په سیمه کې سخته جګړه روانه ده. تر دې مخکې د سه شنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې کندز تر «مدیریت لاندې دی».
طالبانو د دوشنبې په ورځ د کندز ښار کنترول په لاس کې کې ونیوه او افغان ځواکونو د سه شنبې په ورځ وویل چې د دغه ښار د نیولو له پاره یې عملیات په لاره اچولي دي. خو که د هوایي ډګر په لور د جګړې د خپریدو په اړه رپوټونه سم وي، نو دا په سیمه کې د طالبانو لا ډیر پر مختګ ښيي. د کندز د جګړې تلفاتو په اړه لا تر اوسه پورې رپوټونه په لاس کې نه شته.