طالبان: د کابل نظامي هوايي ډګر مخې ته چاودنه شوې
۱۴۰۱ دی ۱۱, یکشنبهد طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور رويټرز خبري آژانس ته وويل: «نن سهار د کابل د پوځي هوايي اډې څخه بهر یوه چاودنه وشوه چې پکې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.» ټکور د چاودنې علت او هدف نه دی په ډاګه کړی خو ویلي ېې دي چې په اړه ېې تحقیقات پيل شوي دي.
په رپوټ کې د تلفاتو شمیر هم نه دی ښودل شوی او دا هم نه دي ويل شوي چې وژل شوي او ټپیان ملکیان دي کې پوځيان.
ځايي اوسیدونکي وايي چې د سهار له اتو بجو څخه د مخه د پوځي هوايي اډې لور ته د یوې درنې چاودنې غږ واوریدل شو.
دوی وايي سیمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او ټولې لارې هم تړل شوي دي.
په کابل کې د طلوع نیوز چینل بیا پر ټويټر د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ليکلي دي چې د یکشنبې ورځې سهار چاودنه د «کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې» شوې ده.
پر ټولنیزو رسنیو هم د نن ورځې د چاودنې انځورونه خپاره شوي دي. د لر او بر ډاټ کام په نوم یو ټويټري حساب د کابل هوايي ډګر مخې ته د طالب ځواکونو د یو انځور په خپرولو سره ليکلي دي: «په افغانستان کې د ۲۰۲۳م کال پيل په یوه چاودنه وسو.»
پر افغانستان حاکم طالبان، د داعش ډلې له یو خونړي شورش سره مخ دي چې په وروستیو کې ېې د طالبانو د یو شمیر مهمو کسانو په ګډون په کابل کې د روسېې او پاکستان پر سفارتونه او همدارنګه د افغانستان د پخواني صدراعظم پر کور بریدونه ترسره کړي دي.
mks/aa/(Reuters)