طالبان: د ښځو په هکله د ملګرو ملتونو رپوټ پروپاګند دی
۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سهشنبهد ریچارډ بنت په رپوټ کې چې لنډیز یې د جون پر ۱۵ مه خپور سو، راغلي چې طالبانو د ښځو له پاره څه د پاسه ۵۰ محدود کوونکي فرمانونه صادر کړي دي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبه په ورځ د تويتر له لارې ويلي :«د اسلامي امارت پر وړاندي د ملګرو ملتونو او ځینو بڼسټونو او لویدیځو حکومتونو له خوا پراخ پروپاګند پر لاره اچول سوی دی».
زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:
مجاهد په دغه تویت کې ليکلي دي چې د افغانستان د وضعیت په هکله د ریچارد بنت رپوټ »د هغه پروپاګند یوه برخه ده چې له حقایقو سره مطابقت نه لري.« هغه په دغه تویت کې زیاته کړې:«په افغانستان کې اسلامي قوانین نافذ دي او د هغوی پر وړاندي اعتراض له اسلام سره ستونزه ده.»
ددغه رپوټ له مخې د ښځو او نجونو پر وړاندي پر محدود کوونکو فرمانونو سربیره، د نارینه وو په اړه هم ډیر فرمانونو موجود دي. د هغو له ډلی په ډیرو مواردو کې د نجونو د چلند له امله نارینه وو ته سزا ورکول کیږي.
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:
د نوموړي رپوټ په یوه برخه کې د ژور خپګان او ځان وژنی په هکله په خاص ډول د ځوانو ښځو په ډله کې چې له تحصیل څخه محرومي سوي، اندیښنه ښودل سوې ده.
طالبان: ملګري ملتونه باید زموږ د پرېکړو درناوی وکړي
په دغه رپوټ کې څه د پاسه ۴۷ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې حداقل یوه ښځه یا نجلۍ پیژني چې د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې راهيسې له اضطراب او یا هم خپګان څخه ځوریږي.
GP/BS/AG