طالبانو پاکستان کې د سونو افغانانو د نیولو ادعا کړې
۱۴۰۳ آذر ۱۶, جمعهد کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته یوې خبرپاڼې کې خبر ورکړی دی، چې د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان، په پلوۍ لاریونونو کې د ګډون په تور تر ۸۰۰ زيات افغانان نیولي او زنداني کړي دي.
دغه وزارت دغه شمېرې د اسلام اباد مېشتو افغان کډوالو د آتشې د راپور پر بنسټ خپرې کړي دي.
اړوند: عمران خان: که غوښتنې مو ونه منل شي د مدني نافرمانۍ خوځښت پېلوو
د تېرې نومبر میاشتي په وروستیو کې د زنداني شوي پخواني لومړي وزیر عمران خان ، پلویانو په اسلام اباد کې لاریون وکړ. تر لاریون وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوې خبري غونډه کې وویل چې په دغو مظاهرو کې یې د ګډون په تور ۱۹ افغان کډوال هم نیولي دي.
له دغو څرګندونو سملاسي وروسته د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې په اسلام اباد کې اوسېدونکي افغان کډوال باید ژر تر ژره په دغه ښار کې د اوسېدو جواز یا NOC تر لاسه کړي، که نه، له اسلام اباده به وایستل شي.
اوس د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په خپلې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د پاکستان حکومت د خپل وزیر د څرګندونو خلاف د افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي او تر اوسه یې ۸۰۰ افغانان نیولي او زنداني کړي دي.
اړوند: د عمران خان د پلویانو احتجاج: پاکستانی خبریال مطیع الله جان نیول شوی
د طالبانو په خبرپاڼې کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې ده، چې له افغان کډوالو دې د سیاسي وسیلې په توګه کار نه اخلي او دغه راز یې د دغو افغانانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو په اړه د طالبانو د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.