شټاین مایر: «زموږ دیموکراسي قوي ده»
۱۳۹۷ دی ۳, دوشنبهپه ۲۰۱۸م کال کي سیاسي او اجتماعي کشمکشونه تر بل هر وخت ډیر سوي او جدي سوي دي. اکثرأ د جامعې د تجزیې او سیاستمدارانو او عامو خلگو تر منځ د واټن د ډیريدو خبره کیږي. شټاین مایر وايي، چي ولس خصوصأ په اجتماعي شبکو کي خپل قهر او عصبانیت څرگندوي. خو بیا هغوی خپل نظریات نه سره تبادله کوي او خبرو اترو ته امادگي نه ښيي. «هلته اکثرأ یو پر بل باندي حملې کیږي، او عصابنیت ښوول کیږي».
شټاین مایر د عیسويانو د اختر په مناسبت وینا پر مهال غوښتنه وکړه چي پر دغه ډول مخ پر ډیریدونکو کشمکشونو او شخړو باندي باید بحثونه وسي. هغه ويلي دي، زه داسي تصور لرم چي «موږ جرمنيان ډیر لږ یو له بل سره خبري کوو او ډیر لږ بیا یو بل ته غوږ نیسو.» ځکه مو نو که تر منځ د نظر اختلافات او شخړي هم موجودي وي، باید په خبرو او بحثونو کي سره پاته سو. «دقیقأ همدا د دیموکراسۍ اصل دی».
هر یو باید تیاری وښيي
جمهوررئيس فرانک والټر شټاین مایر وویل: «زموږ دیموکراسي قوي ده!» د دې څخه هر ورځ دئ اطلاع حاصلوي او په ميلیونو انسانان په جرمني کي د دې له پاره کار کوي. که هغه په همسایه توب کي وي، یا روغتونو، پولیسو، سیاست، مدني ټولنو او هرځای کي وي، هغوی د دیموکراسۍ د تقویې غم خوري.
شټاین مایر په خپله وینا کي که څه هم د دیموکراسۍ د تقویې خبره وکړه، خو ویې ویل چي کیدلای سي هغه له خطر سره هم مخامخ سي. دی وايي چي «زموږ دیموکراسي همیشه قوې ده، خو هغه په دې پوري مربوطه ده چي موږ څه ډول عمل په کوو او تفسیرو يې».
دیموکراسي هغه وخت ټینگیږي چي موږ خپل نظریات اظهار کړو او دهغه له پاره مبارزه وکړو خو د نورو نظریات او افکار هم ومنو. کله چي د دې کار په نتیجه کي یو سازش رامنځته سي، نو دا زموږ د ضعف په معنی نه، بلکي زموږ د افکارو د هنداري او انعکاس په معنی ده. «سازش کول او منل د دیموکراسۍ د تقویې په معنی دي».
په نورو هیوادونو کي د وروستيو انکشافاتو په اړه خبرداری
دا دوهم وار دی چي د آلمان جمهوررئيس فرانک والټر شټاین مایر د کرسمس په مناسبت بیانیه ورکوي او خپل ولس ته مراجعه کوي. خو د تیرکال برعکس هغه په خپله بیانیه کي د نورو هیوادونو په هکله هم ږغیدلی دی. ده وویل: «په هغه صورت کي چي د ټولني یو اړخ له بل طرف سره خبري و نه کړي او یا ډیر لږ خبرو کولو ته حاضر سي او زموږ جامعه سره وپاشل او تجزیه سي، نو دې ته به په نوره نړۍ کي په څه ډول سره وکتل سي».
شټاین مایر د هغې جملې څخه د «پاریس سوځل سوو سنگرونو» په امريکا متحده ايالاتو کي «ژورو سیاسي اختلافاتو»، په بریتانیا کي د بریکزيټ په مقابل کي تشویشونو، له هنگري سره د اروپايي ټولني ترخو خاطرو او یټالیا او نور ته اشاره وکړه.
ده د خپلو خبرو په ادامه وویل چي «د اروپا په منځ او له دغو هیوادونو سره په همسایه توب کي جرمنيان طبعأ د دغسي انکشافاتو په مقابل کي مدافع نه لري او په اصطلاح واکسین نه دي. ځکه نو په مجموع کي دغه وضیت او انکشافات له جرمنیانو څخه د ډیالوگ او گډ کار غوښتنه کوي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.12.2016)