شټاین مایر د بین المللي پیوستون غوښتنکی سو
۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبهاعلان
شټاین مایر د مکسیکو په سنا کي د یوې بیانیې پروخت وویل، څوک چي د سرحد ماتولو کوښښ کوي او یا د یوه هیواد د خاوري اشغال او نیول نورمال ښکاره کوي، هغه په اصطلاح د زیوراتو د جعبې خلاصیدو ته لار خلاصوي، کوم چي بلاخره ټوله دنیا ته خطر پيښوي.
په خبره یې «دیموکراتیکه نړۍ» باید د تجاوز په مقابل کي سره یو سي. او یوازي په ګډه سره دا امکان موجود دی چي سوله وساتل او یا بیرته تأمین سي.
شټاین مایر په مکسیکو کي د خپلي وینا پر وخت د اقلیمي تغیر پرضد هم د ګډي مبارزې غوښتونکی سو.