1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

شټاينماير:‌«نن بايد ځانونه خپله آزاد کړو»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

۷۵ کاله پخوا دويمه نړيواله جګړه خلاصه او په دې سره د نازيانو ايډيالوژي‌ هم ماته شوه. د آلمان‌ ولسمشر اوس ټينګار کوي چې هغه څوک چې د هغه وخت هېرول غواړي د آلمان د ديموکراسۍ اصلي پيغام هم ردوي.

https://p.dw.com/p/3bwYi
75. Jahrestag Ende zweiter Weltkreig - Frank Walter Steinmeier
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاينماير په برلين کې د يادون په مرکزي مراسمو کې وويل چې «د می ۸مه د نازيانو د زورواکۍ پای، د شپنيو بمباريو او د وژونکو مارشونو پای، د آلمانیانو د جنايتونو او له مدنيت سره د پرېکون يعنې د يهودانو د ډله يزې وژنې پای وو.»

شټاينماير په ۱۹۸۵م کال کې د آلمان د پخواني‌ ولسمشر،‌ ريشارد فون وايڅزېکر له خوا د ۱۹۴۵م کال د می د ۸مې نېټې له پاره ټاکل شوې اصطلاح «د آزادېدو ورځ» هم ياده کړه او ټینګار يې وکړ: «هغه مهال موږ آزاد کړل شو، نن سبا بايد ځانونه خپله آزاد کړو.»

د هغه په خبره دا ټکي نن هم په تېره بيا «د نوي ناسيوناليزم د لمسون،‌ له مطلق العنان نظام سره له لېوالتيا،‌ له بدګمانۍ،‌ انزوا او د ملتونو تر منځ له دښمنۍ سره» اړخ لګوي.‌ د هغه په وينا که غوسه، له پرديو سره دښمني او ديموکراسۍ ته په سپکه کتنه هم «بل څه نه دي،‌ بلکې هغه پخواني پېريان چې نوی لباس يې اغوستی دی.»

«پر مات زړه سربېره مينه کول»

د دويمې نړيوالې جګړې د ۷۵مې کليزې په مناسبت شټاينماير آلمانانو ته د ځان په هکله د انتقادي نظر لرلو او تاريخ ته په شعوري توګه د کتلو بلنه ورکړه.

د مراسمو پر مهال شټاينماير د نويه واخه په نوم ودانۍ مخکې ولاړ وو او ويې ويل چې «د آلمان تاريخ يو مات ګوډ تاريخ دی - چې د ميليونو قتلونو او په ميليونو ربړونو مسئوليت ورپه غاړه دی.» د هغه په خبره «دغه څه زموږ زړه مات کړی دی.»‌

(dpa, afp, rtr, epd, kna)ن.ص/ن.ز