1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ په بنګلور کې؛ د هندي کارپوهانو له پاره لږ خنډونه

۱۴۰۱ اسفند ۸, دوشنبه

د آلمان صدراعظم غواړي چې المان ته د هند د معلوماتي تکنالوژۍ د متخصصینو مهاجرت د پام وړ پراخ کړي. دا اقدام په آلمان کې د متخصصینو د کمښت، له هند سره د اړیکو ټینګولو او د چین څخه د لا ډيرې خپلواکۍ له پاره ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/4O1uf
Bundeskanzler Scholz in Indien
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان صدراعظم اوسمهال د هند په سفر دی. هغه په پام کې لري چې په آلمان کې د متخصصو کسانو له کمښت سره د مقابلې له پاره، د هندي متخصصو کسانو پر وړاندې خنډونه راکم کړي.

په پام کې ده چې په آلمان کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ د صنعت متخصصینو له پاره د کار شرایط باید اسانه شي.

اړوند مطلب: د المان صدراعظم په هند کې

شولڅ د خپل سفر په جریان کې د هند په سویل کې له ستر ښار بنګلور څخه د لیدنې پرمهال وویل: «واقعیت دا دی چې موږ غواړو د کار ویزو ورکول اسانه کړو.»

د شولڅ په وینا سږ کال باید د دې ډلې خلکو له پاره د کار شرایط برابر شي. دا باید په «لوړه کچه» د متخصصو کارګرو مهاجرت وړ کړي.

له کاري فرصت او آلماني ژبې پرته مهاجرت

د پلان له مخې، هغه متخصص کسان چې په آلمان کې ورته اړتیا وي، باید په اسانۍ سره له خپلې کورنۍ سره دغه هيواد ته ولاړ شي. د دغو متخصصو له پاره باید دا ممکنه وي چې د کاري وړاندیز پرته آلمان ته داخل شي.

دا یو واقعیت چې هندي متخصصین په ښه انګلیسي خبرې کوي، نو له همدې امله آلمان او نور هيوادونه لومړیتوب ورکوي، د شولڅ له نظره دا مهمه موضوع نه ده. هغه وویل: «دا ښکاره ده، کوم کسان چې د ټکنالوژۍ د متحصص په توګه آلمان ته راځي، ډېر په اسانۍ سره کولی شي له خپلو نورو همکارانو سره په انګلیسي ژبه خبرې وکړي، هغوی په انګلیسي پوهیږي. کولی شي آلماني وروسته زده کړي.»

د المان صدراعظم په هند کې
د المان صدراعظم په هند کېانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

آلمان اوس د مسلکي کسانو له کمښت سره مخامخ دی، په هند کې د نفوذ زیاتوالي له امله ځوانان د کار فرصت نه لري. تېر کال په نوي ډهلي کې د آلمان سفارت له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې متخصصو کسانو ته چې ډېر یې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې وو، ویزې ورکړې دي.

شولڅ وویل: «زه پوره باور لرم چې ډېر له هغوی څخه علاقه لري چې په آلمان کې له کاري فرصت څخه ګټه پورته کړي. موږ په ټولو برخو کې د دوی اړتیا لرو.»

اړوند مطلب: د المان د بهرنیو چارو وزیره هند ته رسېدلې ده

د آلمان صدراعظم د معلوماتي ټکنالوژۍ شرکت (SAP) څخه لیدنه وکړه او د هغو هندي اتباعو سره یې وکتل چې ډېر ژر په آلمان کې کار پیل کړي.

اولف شولڅ وویل، چې هند پرمختللي معلوماتي ټکنالوژي لري او دا یو حقیقت دی چې ډېر آلماني شرکتونه خپل سافټویر تولید بنګلور ته لیږدوي چې دا کومه ستوونزه نه، بلکې د کار د وېش برخه ده.

له هند سره د اړیکو پراخول او له چین سره د سوداګرۍ محددول

د آلمان صدراعظم اولف شولڅ او د هند لومړي وزیر نارندرا مودي وړمه ورځ د دواړو هيوادونو د اقتصادي اړیکو په پراخولو موافقه وکړه.

شولڅ په هند کې د ۱۸۰۰ الماني شرکتونو ته په اشارې وویل: «پانګونې باید زیاتې شي او د کار یو شمېر فرصتونه باید په پراخه کچه زیات شي.»

د المان صدراعظم شولڅ په هند کې
د المان صدراعظم شولڅ په هند کېانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

مودي او شولڅ د اروپا او هند ترمنځ د ازاد تجارت تړون له پاره پر هڅو هم ټینګار وکړ. په دې توګه آلمان غواړي چې له خپل ستر تجارتي شریک چین څخه ځان لا ډېر خپلواک کړي.

هند چې ۱،۴ ميلیارد نفوس لري، له اوږدې مودې راهیسې د یو احتمالي بدیل په توګه ګڼل کیږي. خو د هند محافظه کار پالیسي او د دغه هيواد بیوروکراسي په هند کې د آلمان د موټرو شرکتونو په ګډون پانګونه ستونزمنه کړې ده.

د انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، څیړنو او وسلو همکاري

دواړه هيوادونه غواړي چې د انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ، څېړنې او وسلو د پراختیا په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي. له هند سره د وسلو همکاري هم د دې یوه برخه ده.

د رویټر خبري آژانس د راپور په حواله، شولڅ دغه راز په پام کې لري چې د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت د اوبتل تړون سره مخ شي.

هند په پلان کې لري چې د ۴،۹ میلیارد یورو په ارزښت شپږ اوبتلونه واخلي.

اړوند مطلب: آلمان غواړي د هندوستان ښه ملگری واوسي

شولڅ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له مودي سره یې د اوبتل پروژې په اړه خبرې کړي دي، وویل: «البته چې موږ د ځانګړو پروژو په اړه هم خبرې وکړې. دا موارد دي چې لومړی باید د شرکتونو او مشتریانو ترمنځ خبرې وشي، او دا طبيعي ده چې دوی به وسره وي.»

لویدیځ ته د هند د لا ډېر نږدې کولو هڅه

هند ته د شولڅ د سفر موخه یوازې د دواړو هيوادونو د اړیکو پیاوړي کول نه دي. تمه ده چې هند به د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې په اړه خپل بې طرفه دریځ بدل کړي. هند لا تر اوسه د خپل اقتصادي انحصار له امله د روسیې د یرغل په اړه بې طرفه دی.

هند کولی شي په جاپان کې د G7 په راتلونکې سرمشریزه کې د ګډون کولو له لارې په دې اړه پریکړه کوونکی ګام پورته کړي. شولڅ باور څرګند کړ چې د دغې سرمشریزې کوربه هيواد به د هند په څېر هېوادونو ته هم بلنه ورکړي.

اړوند مطلب: په هند کي بې سوادي او د کمپيوټرانو متخصصين

په همدې موخه تېر کال د جرمني صدراعظم د هند، جنوبي افریقا، ارجنټاین او سینیګال مشرانو ته په جرمني کې د G7 په سرمشریزه کې بلنه ورکړه.

هغه د دې اقدام د موخې په اړه وويل، چې دا بايد په ټوله نړۍ کې ډيموکراسي له يو بل سره نږدې کړي، په تېره بيا د روسيې د تپل شوې جګړې او له چين سره د سيالۍ په برخه کې.

دویچه ویله/ ف ظ/ ن ز/