شولڅ غواړي چې نور کډوال آلمان ته راولي
۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبهاولاف شولڅ د يونان د لسبوس ټاپو په موريا کمپ کې د خلکو له «سختو برخليکونو» څخه خبرې کولې. د هغه په خبره دا حالت ښيي چې د اروپا د کډوالو په سياست کې په تېرو څو کلونو کې څومره تېروتنې موجودې وې.
خو نوموړي هيله هم څرګنده کړه چې اوسنی وضعيت به وشي کلی د اروپايي ټولنې د غړو تر منځيو تفاهم چټک کړي. د هغه په وينا دا چې لس هېوادونه اوس دې ته چمتو دي چې ۴۰۰ بې سرپرسته کډوال ومني، يوازې يو لومړی ګام دی.
»د معقوليت حکم»
صدراعظمې ته د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند دغه کانديد دا هم زياته کړه چې د نورو اروپايي هېوادونو مرسته د آلمان د مرستو له پاره کوم اصلي شرط نه دی. شولڅ د آلمان هلو ځلو ته په کتو سره وويل چې «موږ په هر صورت دې ته چمتو يو چې يو څه وکړو، دا زما په فکر کې د انساني معقوليت حکم دی.»
د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زېهوفر، اعلان کړی و چې آلمان به له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې بې سرپرسته کم سنه کډوال ومني. د آلمان د پارلمان مرستيالې رئيسې کلاوديا روت (د شنو له ګوند څخه) له دې کبله پر زېهوفر سخت انتقاد هم وکړ. د هغې په خبره بايد آلمان لا زيات کډوال ومني.
د موريا په نوم کمپ د سه شنبې او چهارشنبې تر منځ د شپې له خوا په بشپړه توګه ويجاړ شو. داسې ويل کيږي چې ځينو کډوالو اور لګولی وو، ځکه چې د کرونا پېښو له کبله بايد د کمپ اوسېدونکو قرنطين مراعات کړی وای.
ا./ن.ص./ا.ا.