1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ د انزاوا غوښتني له تمایلاتو څخه خبرداری ورکړ

۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ او لویو بین المللي اقتصادي- تجارتي سازمانونو په نړۍ کي د انزاوا غوښتني تمایلاتو څخه خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/4KIrV
Deutschland Bundeskanzler Scholz trifft Spitzen von Finanz- und Wirtschaftsorganisationen
انځور: Michael Sohn/AP/dpa/picture alliance

هغه د بین المللي وجهي صندوق- IWF ، نړيوال تجارتي سازمان- WTO، جهاني بانک، د کار بین المللي سازمان- ILO او اقتصادي-پراختیايي- OECD سازمانونو د رئیسانو سره په برلین کي د یوې لیدني کتني پرمهال وویل: «موږ یوې عاقلانه جهاني کیدو ته ضرورت لرو، په کوم کي چي وابستګي لږ وي.»

په خبره یې په دې لار کي باید سړی نړيوال تجارتي سازمان تقویه کړي او د اقلیم ساتني په دلیل نوي تجارتي موانع ایجاد نه سي. د بین المللي وجهي صندوق رئیسي، کریستالینا جورجیوا بیا د دې څخه خبرداری ورکړ چي د داسي هیوادونو لکه چین سره دي تجارت محدود سي.