شهرزاد د المان د فریدریش ایبرټ بنسټ د بشري حقونو جایزه وګټله
۱۴۰۲ آبان ۲۱, یکشنبهټاکل شوې چې نوموړې د روان کال د نومبر په ۲۸مه په یو لړ مراسمو کې دغه جایزه ترلاسه کړي.
د المان فریدریش ایبرټ بنسټ په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د دغه بنسټ د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشري شهرزاد اکبر ته ځانګړې شوې ده.
دغه بنسټ زیاته کړې چې "په افغانستان کې د بشري حقونو د یوې فعالې په توګه د شهرزاد اکبر پرته له ډاره ژمنتیا او په ځانګړې توګه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د وروستۍ مشرې په توګه د هغې د زروړتیا ستاینه کيږي."
شهرزاد اکبر چې له خپلې کورنۍ سره په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، دا مهال د بشري حقونو د سازمان "رواداري" اجرایوي مشره ده.
د آلمان د فریدریش ایبرټ بنسټ ټینګار کړی چې د بشري حقونو یوې افغانې فعالې شهرزاد اکبر ته د دې جایزې ورکول د افغانستان له خلکو سره د دغه بنسټ د پیوستون یوه نښه ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ناوړه بشري شرایطو کې ژوند کوي.