شهاب الدین دلاور:افغانستان به د علم زانګو او د علم مرکز ګرځي
۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبهاعلان
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ له یوې چینايي شرکت سره د تېلو د استخراج د تړون د لاسلیکولو پر مهال وویل: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چې افغانستان به دعلم زانګو وګرځي، افغانستان به د علم مرکز وګرځي.»
په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه
نوموړي د عصري علومو ارزښت او اړتیا له دیني علومو سره برابره وګڼله او ویې ویل چې افغانستان متخصصینو ته اړتیا لري. دلاور زیاته کړه: «موږ ساینس پوهانو ته سخته اړتیا لرو موږ انجنیرانو ته اړتیا لرو چې د افغانستان شتمنۍ وساتي، او د افغانستان د شتمنیو له پاره تدبیر او تنظیم وکړي.»
د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې ورځ تر بلې د محدودیتونو لمن پراخیږي.