شنونکي: د افغانستان شخړه ښایي تر سوریې خونړۍ شي
۱۳۹۷ شهریور ۲۳, جمعهد فرانسې خبري آژانس په خپل یوه تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې په کابل کې د ناټو د غوڅ ماموریت د اټکلونو برخلاف په افغانستان کې واقعیتونه په بې ساري توګه فرق کوي. په دې ترتیب سره په دې جګړه ځپلي هیواد کې روانه شخړه د ناهیلیو تازه څپې راپورته کړي دي.
د شنونکو په باور د افغانستان له پاره د ولسمشر ترمپ اوسنۍ ستراتیژي د امریکا د پخوانیو ادارو په څیر ناکامه ده او د جګړې په ډګر کې یې یوه کوچنۍ بریا هم نه ده خپله کړې. په امریکا متحده ایالاتو کې د سولې له انستیتوت څخه د افغانستان د چارو کارپوه جاني والش وايي: «په افغانستان کې مخ پر زیاتیدونکي تلفات او په سوریه کې د لوبې [جګړې] د پای ته رسیدو څرک ته په کتو سره، افغانستان ښايي د نړۍ د خونړیو شخړو په کتار کې لومړی ځای ونیسي.»
د افغانستان د چارو دغه کارپوه همدا راز وايي چې د هر کال په تیریدو سره، زیاتره کلونه د نورو کلونو په پرتله لا پسې خونړي کیږي او دغه څه په دوامداره توګه د خرابیدو پر لوري روان دي.
د سوریې شخړه چې د ا فغانستان له کړکیچه وروسته پیل شوي، د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې په حواله په روان میلادي کال کې یې تر اوسه پورې له ۱۵ زرو د ډیرو انسانانو ژوند اخیستی دی.
د کړکیچ د نړیوالې ډلې سلاکار ګرایم سمیت په دې هکله د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې داسې نښې لیدل کیږي چې په ۲۰۱۸م کال کې به د افغانستان په جګړه کې د ملکیانو او جنګیالیو په ګډون له ۲۰ زرو ډیر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي. نوموړې زیاته کړه چې په دې ترتیب سره د سوریې د جګړې په ګډون دغه تلفات به د نورو ټولو تلفاتو په سر کې راشي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله د ۲۰۱۸م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه له ۱۶۹۲ کسانو اوښتې ده. په عین وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي بیا اټکل کوي چې په هره اونۍ کې د ۳۰۰ او ۴۰۰ په منځ کې د دښمن جنګیالي وژل کیږي. نوموړي بیا د حکومتي ځواکونو او ملکیانو د تلفاتو په هکله شمیرې وړاندې نه کړې.
تیر کال وروسته له هغې چې واشنګټن او کابل سره د امنيتي ځواکونو د تلفاتو د پټ ساتلو په هکله توافق ته ورسیدل، کابل د افغان امنیتي ځواکونو تلفات نه خپروي. تر دغه توافق وړاندې، د افغانستان د بیا رغونې د بهیر څارونکې امریکایي ادارې یا سیګار په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې په کلني ډول له ۵۰۰۰ ډیر امنیتي سرتیري وژل کیږي. د چارو شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د تلفاتو دغه لوړه کچه، د شخړې یو ریښتینی انځور وړاندې کوي. سمیت په دې برخه کې وايي چې په روان میلادي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ښايي ډاروونکي وي.
رپوټ زیاتوي چې په عین وخت کې طالبانو هم د هیواد په ګڼ شمیرو سیمو کې د ډیرو سیمو کنترول په لاس کې اخیستی او اسلامي دولت ترهګره ډلې یا داعش هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل وايي چې د افغانستان جګړه په ځانګړې توګه د پاکستان په ګډون د نورو هیوادونو له لوري ګرمه ساتل کیږي. نوموړی خبرداری ورکوي چې امریکا متحده ایالات د خپل متحد [پاکستان] په کنترولو کې پاتې راغلی دی. پر پاکستان تور دی چې د طالبانو مشرانو ته په خپله خاوره کې پټنځایونه برابروي.
په افغانستان کې وینې تویدنې سربیره، د ناټو عمومي امریکايي قوماندان جنرال جان نیکلسن تیره میاشت د خپل ماموریت د پای ته رسولو پرمهال وویل چې د دې هیواد له پاره د ترمپ ستراتیژي کار ورکوي. د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې افغانستان ته د لا ډیرو امریکايي سرتیرو استول او د طالبانو پر اهدافو لا ډیر هوايي بریدونه شامل دي.
خو د کړکیچ له نړیوالې ډلې څخه والش په دې باور دی چې په افغانستان کې نور اضافي سرتیري د لا ډیرې جګړې په معنی دي او په پایله کې یې لا ډیر تلفات رامنځ ته کیږي. نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په بل صورت کې بیا امنیتي وضعیت [په افغانستان کې] له بن بست سره مخامخ کیږي.
د افغانستان د بیا رغونې د بهیر څارونکې امریکایي ادارې یا د سیګار معلومات بیا ښيي چې د افغانستان له پاره د ترمپ پلان لږ پرمختګ لرلی دی. په افغانستان کې د شخړو د پراخیدو سربیره، د طالبانو او حکومت ترمنځ د جون میاشتې اوربند د سولې له پاره هیلې لا هم ژوندۍ ساتلي دي. د چارو شنونکي په دې باور دي چې د سولې د خبرو له پاره د وسلوالو [طالبانو] هڅې به ادامه ولري. له ویلسن مرکز څخه مایکل کوګلمن په دې هکله وویل: «د افغانستان او امریکا حکومتونو درک کړې چې [د افغانستان] د اوږدې جګړې او تاوتریخوالو د پیښو د پای له پاره د سولې لړۍ د حل یوازینۍ لاره ده.»