شمالي او سویلي کوریاوو موافقه کړې چې سره خبرې وکړي
۱۳۹۶ دی ۱۵, جمعهد سویلي کوریا د بیا یوځاي کیدو وزارت، ویلي دي چې پیانګ یانګ د دواړو کوریاګانو پر پوله په پنمونجوم کلي کې چې په غیر نظامي شوي زون کې پروت دی، د خبرو اترو بلنه منلې ده.
دا په له دوو کلونو څخه په اوږدې مودې کې لومړی ځل وي چې دواړه اړخونه یو له بل سره مستقیمې خبرې اترې کوي.
د شمالي کوریا مشر کیم جون اون، د خپل نوي کال په بیانیه کې ویلی وو چې غواړي په سویلي کوریا کې د کیدونکو ژمنیو المپیک لوبو له پاره یوه ډالۍ واستوي.
د دې په ځواب کې سیول د پنجشنبې ورځې د غوندې وړاندیز وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د شمالي کوریا د اتومی پروګرام شخړې دې د خبرو اترو له لارې حل شي.
دواړو کوریاوو د چهارشنبې په ورځ یو له بل سره تلیفوني مستقیمه اړیکه چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې بنده شوې وه، بیرته پرانیسته.
د پنجشنبې په ورخ هم امریکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا اعلان وکړه چې خپل پلان شوي ګډ پوځي تمرینات یې د ژمنیو المپیک لوبو تر پای ته رسیدو پورې ځنډولې دي.
په ۲۰۱۷ کال کې د کوریا په ټاپوزمې کې حالت تر هغه وروسته خراب شول چې شمالي کوریا څو وارې د توغندیو او اتومي آزمینې وکړې.
شمالي او سویلي کوریاوو په ۱۹۵۳ کال سره اوربند وکړ خو له هغه وخت راهیسې دواړه هیوادونه د جګړې په حال کې دي. د دې وضعیت د ختمولو په موخه څو وارې خبرې اترې شوې دي هر ځل د یوه لامل له کبله له ناکامي سره مخامخ شوي دي.
ms/nz (dpa, AFP, AP)
زموږ له ارشیف څخه