شمالي او سویلي کوریا مستقیمي خبري اتري پيل کړې
۱۳۹۶ دی ۱۹, سهشنبهشمالي او سویلي کوریا دوه کاله وروسته بیا مستقیمي خبرې اترې پیل کړې. د سویلي کوریا په پلازمینه سیول کې د بیا یو ځای کیدو چارو وزارت ویلي دي چې په غیر پوځي شوي سیمه پنمون یوم، کې د دواړو هیوادونو تر منځ غونډه د سویلي کوریا د پلاوي تر افتتاحیه بیانیې وروسته پيل شوه.
د سویلي کوریا د پنځه کسیز پلاوي مشري د بیا یو ځای کیدو چارو وزیر چو مایونګ ګیون، کوي. د شمالي کوریا د پلاوي مشري بیا د کوریا د دننه چارو له پاره ځانګړی استازي ري سون ګون، کوي. په ۱۹۵۳م کال کې په ویشل شوي دغه نیمه ټاپو کې په وروستیو میاشتو کې د شمالي کوریا له لوري تر پوځې لمسونو وروسته شخړې لا پسې زور اخیستې.
شمالي کوریا په المپیک سیالیو کې د ګډون له پاره ټیم استوي
د خبرو اترو په اصلي موضوعاتو کې د المپیک په ژمني سیالیو کې د شمالي کوریا د لوبغاړو ګډون شامل دی. دغه سیالۍ په فبرورۍ میاشت کې د سویلي کوریا په پیونګ چانګ، ښار کې تر سره کیږي. شمالي کوریا غواړي چې یو جګپوړ پلاوی، لوبغاړي، د مینه والو یوه ډله، د هنرمندانو یوه ډله او همداشان د تیکواندو د نمایش یوه ډله سویلي کوریا ته واستوي.
د یونهاپ، خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه خبره د شمالي کوریا مرکچیانو کړې ده. د دې په بدل کې د سویلي کوریا پلاوي د بشري موضوعاتو پر سر خبرو اترو وړاندیز کړی دی. ویل شوي دي چې په دواړو هیوادونو کې د سره صلیب ادارې به د کوریا د جلا شوو کورنیو تر منځ د نوو ملاقاتو پر سر وغږیږي.
د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، د نوي کال په تړاو بیانیه کې سویلي کوریا ته د خبرو اترو وړاندیز کړی وو او د اولمپیک په سیالیو کې یې د ګډون یادونه کړې وه. خو په عین وخت کې هغه د خپل هیواد اتومي او توغندیو پروګرام پر دوام باندې ټینګار کړی وو.
د شمالي کوریا له پاره وخت ډیر کم دی، که چیرې غواړي په پیونګ چانګ، کې د اولمپیک په ژمني سیالیو کې ونډه واخلي. په اصل کې دغه هیواد د لوبغاړو د ثبتولو له پاره نیټه له لاسه ورکړې. خو سویلي کوریا او د اولمپیک نړیواله کمیټه (آی او سي) غواړي چې شمالي کوریا په سیالیو کې ګډون وکړي. د هغوی له نظره دا د سولې له پاره یو مهم سمبول دی. آی او سي، کولای شي شمالي کوریا ته په سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.
sr/nz (rtr, dpa)
زموږ له آرشیف څخه د انځورونوګالري: