شتاینمایر: اروپايي اتحادیه باید متحده شي
۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعهاټکل کیږي چې سږ کال به آلمان ته یو میلیون مهاجر ورسیږي او دا هیواد په اروپایې اتحاديې کې له نورو هیوادونو څخه غواړي چې د دې کړکیچ په تنظیم کې مرسته وکړي خو د اروپایې اتحادیې ځینې غړیو ،خصوصا د شرقي اروپا هیوادونه، د آلمان دې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.
د سوسیال دیموکرات ګوند په کلنیزې غونډه کې د وینا پر مهال شتاینمایر وویل: « یا خو به اروپا په متحده توګه د هغو سلونو زرو کسانو سره همدردي ښیي چې مرسته ته اړتیا لري او یا خو به یو ځل بیا موانع ودروي.»
شتاینمایر د سوسیال دیموکرات ګوند پخوانی مشر دی او دا ګوند د انګلا میرکل د حکومت متحد دی. شتاینمایر همداراز زیاتوي: «او بیا [که اروپایې هیوادونه خپلې پولې بندې کړي نو] د یو متحدې اروپا ارمان به ټوټه ټوټه شي.»
هغه همداراز غوښتنه وکړه چې د اروپا پر پروژې باید جدي اقدامات تر سره شي او همدا راز د ښي اړخو سره مخالفت وشي.
د شتاینمایر دا څرګندونې په فرانسې کې د یکشنبې په ورځ د ښي اړخه ملي جبهې (National Front) بریا څخه وروسته شریکې شوي دي. په فرانسې کې د ملي جبهې بریا د ۲۰۱۷کال د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د دې هیواد په سیاسي حالاتو کې یو ستر بدلون راوستی دی.
مارتین شولس، د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند غړی او د اروپايي پارلمان مشر، تیره اوونۍ وویل چې اروپایي اتحادیه د تجزیې له ګواښ سره مخامخه ده او د دې اتحاديي ملاتړې باید هڅه وکړي چې دا اتحادیه متحده وساتي.
اټکل کیږي سږ کال په آلمان کې یو میلیون کسان د پناه غوښتنه وکړي. د صدراعظمې انګلا میرکل د پرانیستو دروازو پر تګلارې د هغې د حکومت ځینو متحدینو نیوکې کړي دي. همداراز د اروپایې ټولنې ځینې غړي هیوادونه هم د مهاجرو له منلو څخه ډډه کوي او پر خپلو پولو یې اغزن سیمان غزولي دي.
آلمان ته د ډیر شمیر مهاجرو د رسیدو له کبله د پیګیدا او AfD ملاتړې هم ډیر شوي دي چې د آلمان حکومتي چارواکي یې هم په اندیښنه کړي دي. دا غورځنګونه له حکومت څخه غواړي چې نور مهاجرو ته پناه ورنکړي او همدا راز د پرانیستو دروازو تګلارې ته هم د پاې ټګۍ کیږدي.