شاهرخ خان څنګه د باليووډ مشهور ستوری شو؟
شاهرخ خان؛ څنګه وکولای شول د باليووډ تر ټولو مشهور ستوری شي؟ ده به لومړی د بدماشانو رول هم لوباوه. خو اوس دی د مينې او رومانتيک اتل نقش ادا کوي. نور جزيات د انځورونو په دغه ګالرۍ کې ومومئ.
د باليووډ پاچا
د شاهرخ خان د ژوند کيسه خپله د فلم يوه داستان ته ورته ده. مخکې له دې چې دی په ممبئي کې خپل کاري ژوند پيل کړي، دی د نوي ډهلي په يوه عادي کورنۍ کې لوی شوی وو. ۵۰ کلن شاهرخ د باليووډ په وتلو ستورو کې شمېرل کيږي او سربېره پر دې دی چمتوکوونکی، وړاندې کوونکی او هنرمند هم دی.
د هند د سينما اصلي اتل
شاهرخ خان لومړی د خرابو او فاسدو انسانانو رول هم لوبولی دی. خو د رومانتيک اتل نقش وو چې په ۱۹۹۰ يمو کلونو کې يې د هند په تر ټولو بريالۍ څېره بدله کړه. د «دل والی دلهنیا لی جائین گی» په نوم فلم تر اوسه پورې په نړۍ کې رکارډ لرونکی فلم شمېرل کيږي.
د باليووډ وتلې جوړه
۲۲ کاله کیږي چې کاجول ديوګن په فلمونو کې له شاهرخ سره لوبيږي. هغوی د سينما د پردې پر مخ د هند تر ټولو بريالۍ او محبوبه جوړه بلل کيږي. خو په واقعي ژوند کې دواړو له نورو خلکو سره ودونه کړي دي.
په شخصي ژوند کې مهربانه مېړه
۲۵ کاله کیږي چې شاهرخ خان له ګوري خان سره واده کړی دی. ګوري هم فلمي لارښوده ده. دغه جوړه درې ماشومان او د فلم جوړونې يو شرکت هم لري. هغوی يو د بل سره پېژندل مخکې له دې چې شاهرخ مشهور فلمي ستوری جوړ شي.
«زما نوم خان دی»
د «زما نوم خان دی» فلم په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شو. هغه په بهر کې يو تر ټولو مشهور باليووډ فلم دی. د دې فلم کيسه د امريکا په متحده آيالاتو کې د يولسم سپتمبر وروسته د اسلام ضد احساسات دي. په دې فلم کې شاهرخ خان د رضوان خان رول لوبوي چې د ترهګرۍ تور ورباندې لګول کيږي. د دې فلم پيغام دا دی چې «زما نوم خان دی، خو زه ترهګر نه يم.»
بالیووډ د ګټې وټې ځای
د «نوی کال مو مبارک شه» فلم (۲۰۱۴) چې په لومړۍ ورځ يې د هند په تاريخ کې تر ټولو زياتې پيسې لاس ته راوړلې، لږ وروسته په آلمان کې هم نندارې ته وړاندې شو. دغه فلم وروسته د «ار تي ال ۲» خصوصي شبکې له لوري په آلمان کې خپور شو.
د ميليونرانو په فهرست کې
شاهرخ خان له خپل همکار اکشي کمار سره وکولای شول خپل نوم د فوربس مجلې په ليست کې ثبت کاندي. شاهرخ خان له ۳۳ ميليونو ډالرو عايد سره له خپلو همکارانو څخه مخکې دی، خو د هاليووډ د ستورو د عايداتو په پرتله دی لا په وروستنيو ځايونو کې قرار لري. د هاليووډ د ۲۵ کلنې ستورې، جنيفر لاورنس، عايد پروسږ کال ۴۶ ميليونه امريکايي ډالر وو.
د ټولنيزو رسنيو خوښوونکی
د فيس بوک او تويتر په ټولنيزو پاڼو کې تقريبا ۲۰ ميليونه انسانان د ده پاڼه تعقيبوي. دلته شاهرخ خان د خپل ورځني ژوند په هکله هم ليکنې کوي. د ده مثلا د پوکمون ګو لوبه ډېره خوښيږي.