سیف السلام به په لیبیا کی محاکمه سي
۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سهشنبهاعلان
د لیبیا د پخواني مشر معمرالقزافي پر زوی سیف الاسلام باندي به په لیبیا کي محکمه جوړه سي. د مؤقتي حکومت ویاند محمد ال هرایزي وویل چي د جون د مخه به لا د ده پر ضد یو حکم صادر سي. په راتلونکو لسو ورځو کي به سیف الاسلام له طرابلس څخه ۱۸۰ کیلو متره لیري محبس څخه پایتخت ته انتقال سي. پرده باندي د قتلونو، جنسي تېریو او اختلاس تورونه لگول سوي دي. دغه ۳۹ کلن پروسږکال په اکتوبر مياشت کي ونیول وو.