سپوږمۍ ته د لومړي سيلاني نوم په ډاگه شو
۱۳۹۷ شهریور ۲۷, سهشنبهيوساکو ماېزاوا يو جاپانی سوداگر او د هنري توکو ستر مينه وال دی. ويل کيږي چې دی د ۲،۶ ميليارده يورو په ارزښت هنري توکي لري. نوموړی به لومړی ملکي وي چې د سپيس ايکس په نامه فضايي شرکت يوه فضايي راکټ کې به په سپوږمې کې وگرځي.
په کاليفورنيا کې د سپېس ايکس شرکت د مشر ايلون موسک له خوا تر نومول کيدو وروسته ماېزاوا وويل: «ما سپوږمۍ ته د تللو پريکړه کړې ده.»
د فوربس مجلې په حواله ماېزاوا د جاپان اتلسم تر ټولو شتمن کس دی. ۴۲ کلن ماېزاوا وويل چې په ۲۰۲۳ م کال کې به دې اووه ورځني سفر ته له شپږو تر اتوو پورې هنرمندان، مهندسان، طراحان او نور خلاق کسان ور وبولي.
ده وويل: «ځمکې ته تر ستنېدو وروسته به له دوی څخه د يوه څه د جوړولو هيله وکړم. دا شاهکارونه به بيا موږ ټولو ته الهام بخښونکي وي. »
«تاريخي (افسانوي) سفر»
په ټولنیزو رسنيو کې د لومړي ملکي فضايي سيالاني د نوم تر اعلانيدو د مخه داسې گونگوسې وې چې د همدې شرکت مشر ايلن موسک به خپله لومړی دغه سفر وکړي.
خو موسک د جاپاني بيرغ په ښکاره کولو سره د دې گونگوسو ځواب ورکړ او وېې ویل چې لومړی سيالانی به يو جاپانی وي.
سپېس ايکس د Big Falcon Rocket په نامه د فضايي بيړۍ د سپوږمې دا پلان شوی سفر د يوه تاريخي او افسانوي سفر په توگه يادوي. دغه شرکت د جمعې په ورځ د تويتر له لارې ليکلي ول: «په تاريخ کې تر اوسه يوازې ۲۴ انسانان سپوږمۍ ته تللي دي.» زياته شوې ده چې په ۱۹۷۲م کال کې د اپولو د فضايي بیرۍ تر ماموريت وروسته تر اوسه هیڅوک هم سپوږمۍ ته نه دي تللي.
dpa, Reuters (B.S/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه: